د ایران د ښار جوړونې مرستیال وزیر خیرالله خادمي وايي، چابهار بندر به د اورګاډي پټلۍ له لارې له افغانستان او بیا منځنۍ اسیا سره نښلوي.

د خادمې په خبره، د اورګاډي دا پټلۍ ټولټال ۶۲۸ کیلو متره ده چې د چهابهار-زاهدان-بیرجند-مشهد څخه به راتېریږي.

خادمي ويلي، دا د سیمې د ترانزیت او تجارت د پراختیا لپاره یو ښه پیل دی. هغه وویل چې دا د ایران د اورګاډي د پټلۍ یوه تر ټولو اوږده پروژه ده چې په خبره یې د اقتصادي‌ بندیزونو سره-سره به پلې شي.

د ایران د ښار جوړونې وزارت ویلي دي چې د دغې پروژې له لارې به د ایران، افغانستان او هند ترمنځ درې اړخیزه راکړه ورکړه او معاملات نور هم غښتلي کړي.

افغانستان چې تر ډېره د پاکستان له لارې تجارت کاوه، په ۲۰۱۶ کې یې له هند او ایران سره تړون لاسلیک کړ چې د چابهار بندر له لارې تجارت او سوداګري وکړي.

پر دې سربېره افغانستان د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو سره هم ځینې تجارتې لارې پرانیستلې او همدغه راز له یو شمېر نورو هېوادونو سره یې هوايي دهلیزونه هم خلاص کړل چې پر پاکستان یې تجارتي تکیه کمه شي.

هغه مهال چې افغانستان يوازې د پاکستان له لارې سوداګري کوله، ډېری وخت له ترانزيتي ستونزو سره مخ کېده او پاکستان وخت نا وخت د ځينو سياسي فشارونو لپاره دغه لار تړله، خو اوس چې افغانستان له چابهار بندر او د منځنۍ اسيا له يو شمېر هېوادونو سره لارې پرانيستې دي، پر پاکستان د افغانستان ترانزيتي او سوداګريزه تکيه ډېره کمه شوې ده.