پروان کې د جومات ملا امام او یو بل تن وژل شوي

25 چنګاښ 1399

د پروان سیمه‌يیز چاوراکي وایي، د طالبانو له ډلې سره تړلو کسانو د پروان ولایت د سید خېلو په ولسوالي کې د جومات د ملا امام په ګډون دوه کسان وژلي.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، نن سهار وختي د ۴ بجو په شاوخوا کې له طالبانو سره تړلو کسانو د سیدخېلو ولسوالي په «بالا ده» سیمه کې د یادې سیمې د جومات د ملا امام په ګډون دوه تنه چې جومات ته پر لار وو، په ډزو وژلي.

هغه زیاتوي، د یادې پېښې په اړه تر اوسه څوک نه دي نیول شوي او د دغه کسانو د وژلو علت هم تر اوسه نه دی معلوم.

که څه هم نوموړې یاده پېښه د طالبانو کار بللی، خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې وژل شوي کسان سره وروڼه وو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)