د کندهار لويديځه ولسوالۍ مېوند کي تېره شپه وسله والو افغان ځواکونو سره درنه جګړه کړې

25 چنګاښ 1399
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي وسله والو لومړی بريدونه تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د سور بغل په سيمه کي پر مېشتو افغان ځواکونو ترسره کړل، چي وروسته سيمه ته هوائي ځواکونه ورسېدل او پر وسله والو يې بمبار وکړ.
بارکزی وایي د افغان ځواکونو هوائي بريدونو کي ۱۵ وسله وال وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
نوموړی وایي د وسله والو سره جګړه کی دري پوليس هم وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)