زابل او روزګان کي هم د ملي اردو ځواکونو سره جګړو کي ۱۲ وسله وال وژل شوي دي

25 چنګاښ 1399
د پوځ سره نښتو کي ۳ نور وسله وال ژوبل شوي هم دي.
په کندهار کي د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال وياند تورن احمد صادق عيسي وایي د وسله والو سره د افغان ځواکونو جګړې د زابل په مېزاني او د روزګان په مرکز ترينکوټ کي ددغه ډلي له بريدونو وروسته ترسرهشوي دي.
عيسي وایي له جګړو وروسته په سيمو کي افغان ځواکونو د وسله والو يو شمېر وسلې هم له منځه وړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

 
دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)