عبدالرشيد دوستم ته په رسمي ډول د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه

25 چنګاښ 1399

په جوزجان ولایت کې نن په رسمي ډول عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه.

په دې مراسمو کې د نورو حکومتي چارواکو تر څنګ د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ګډون کړی و او په رسمي ډول يې عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه.

عبدالله جوړو شوو مراسمو ته په خبرو کې دوستم او د هغه پلويانو ته د دې نوي پوځي رتبې مبارکي ورکړه.

عبدالله وويل، دوستم يې په تېرو دوو لسيزو کې په ګڼو سياسي مبارزو کې ملګری و او ویاړي چې په خپل لاس د عبدالرشيد دوستم پر اوږه د مارشالۍ نښان ور ټومبي.

عبدالله دغه راز د افغانستان د سولې پروسې ته هم اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغان حکومت او طالب بنديانو تر منځ د ۶۰۰ طالب بنديانو پر سر رامنځته شوی بحران هم حل شي او د سولې بين‌الافغاني مذاکرات پيل شي.

عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني تر منځ د سياسي هوکړې برخه وه.

عبدالرشيد دوستم ته د دې رتبې په ورکړې سره په افغانستان کې د مارشالۍ رتبې اخیستونکو کسانو شمېر درېيو ته لوړ شو.

په ۱۹۲۹ مېلادي کال کې د لومړي ځل لپاره د مارشالۍ رتبه شاه‌ولي خان ترلاسه کړې وه. تر هغه وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي محمد قسيم فهیم ته د مارشالۍ رتبه ورکړې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)