د افغاني توکو پر مخ د واګه بندر پرانیسته؛ اهمیت او ننګونې

29 چنګاښ 1399

هندي رسنيو تېره شپه اعلان وکړ چې د پاکستان او هند تر منځ له ستر اقتصادي بندر واګه د افغانستان لومړۍ اقتصادي محموله تېره شوه او هند ته ورسېده.

دا له مياشتو وروسته لومړی ځل و، چې يو ځل بيا افغان سوداګرو اجازه ترلاسه کړه، څو له دې بندر او لارې خپل توکي هند ته ولېږدوي او له هغه ځایه نور توکي افغانستان ته راوړي.

واګه د وچې له لارې له هند سره د افغانستان تر ټولو نېږدې او ارزانه لاره ده، خو دغه لاره وخت ناوخت د پاکستان له لوري د افغانستان پر وړاندې د سياسي او اقتصادي فشار په توګه کارول شوې او تړل شوې ده.

د سيمه‌ييزو او اقتصادي چارو شنونکي لطیف ارش له خامه پرس سره په خبرو کې د دې لارې اهمیت خورا زيات وباله، خو ټينګار يې وکړ چې یاده لار او بندر به تر دې وروسته هم د سياسي چلند او سترو سياليو قرباني وي.

د نوموړي په خبره، دا چې چين غواړي پر دې بندر ستره پانګونه وکړي او نړۍ ته د خپلو توکو د صادرلو لپاره يوه لنډه او مهمه لاره ومومي، د دې بندر او لارې اهمیت يې لا زيات کړی دی.

خو د ارش په خبره، امريکا د چين د دې پلان سرسخته مخالفه ده او له هرې لارې هڅه کوي، د دې بندر اهمیت کم او د چين د دې سترې پروژې (CPEC) مخه ونيسي. نوموړي زياته کړه:

امريکا د واګه بندر د تضعيف په هدف د هند، ايران او افغانستان تر منځ د چابهار بندر د فعالېدو سره مرسته کوي او له همدې کبله پر ايران د بنديزو له نوملړه هم معاف شوی دی.

ارش زياته کړه، په ۲۱مه پېړۍ کې اقتصاد، په هغه کې بيا تجارت او ترانزيت او بيا بندرونه تر ټولو ډېر اهمیت لري او که نړۍ کې بندرونه وتړل شي ښايي د اقتصاد په نوم څه پاتې نه شي.

ارش که څه هم ټينګار کوي چې افغانستان دې هڅه وکړي پاکستان اړ کړي څو د تل لپاره دغه لاره د افغان سوداګرو پر مخ پرانيستې وي، خو د نوموړي په باور د دې تر څنګ دې تل د نورو لارو د تقويت هڅې جاري وساتي.

نوموړي زياته کړه، پاکستان به تر دې وروسته هم پر افغانستان د سياسي فشار ساتلو په هدف دغه لار بار بار وتړي او ستونزې به رامنځته کړي.

واګه بندر د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور او د هند د امريتسر ولايت تر منځ پر پوله پروت دی او هر کال په دې بندر د پاکستاني او هندي سرتېرو تر منځ د دوستۍ دروازې په نوم مراسم هم ترسره کېږي.

د يادولو ده چې پاکستان په تېرو دوو لسيزو کې له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګريزو هوکړو او ژمنو کې د باور وړ ملګری نه دی پاتې شوی او په وار وار يې هوکړې او ژمنې ماتې کړې دي. دا چې اوس به د واګه بندر د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر وړاندې تر کومه پرانيستی وي؟ تر دې مهاله څرګنده نه ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)