لسګونه ټنه زعفران له ایرانه افغانستان ته قاچاق شوي

03 زمری 1399

رپوټونه وایي په تیر یو کال کې نږدې ۵۰ ټنه زعفران له ایرانه افغانستان ته قاچاق شوي دي.

ایراني رسنیو د دغه هیواد د زعفرانو ملي شورا د مشر له خولې لیکلي چې افغانستان ته د دغه هیواد د زعفرانو او پیازو د قاچاق دوام یو جدي ګواښ بلل کیږي، خو بیا هم قاچاق کوونکي دغه زعفران د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته صادروي.

د ایران د زعفرانو ملي شورا مشر، علي شریفي مقدم نایب په دې هکله ویلي: "که چیرې افغانستان ته د دغه محصول د قاچاق مخه ونه نیول شي، نو د دغه محصول تولید پر وړاندې لوی ګواښ رامنځته کیږي."

دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني نږدې دوه کاله وړاندې افغانستان ته د زعفرانو وارداتو د بندیدو فرمان ورکړ.

شمیر ښيي چې افغانستان کې د زعفرانو د قاچاق کچه د زعفرانو د تولید دوه برابره ده.

د افغانستان د زعفرانو کیفیت او ښه نوم د دې لامل شوي چې ایراني قاچاق وړونکي خپل زعفران افغانستان ته قاچاق او بیا یې د افغاني زعفرانو په نوم پر نورو هیوادونو وپلوري.

صادراتو برخه کې د ایران د قانون پیچلتیا او افغانستان کې د زعفرانو د مالیاتو نشتوالی، دوه نور هغه عوامل دي چې د ایراني صادروونکو پام یې ځان ته اړولی دی.

د افغانستان د کرنې وزارت وړاندوینې ښيي چې افغانستان به سږ کال له ۲۲ ټنو زیات زعفران تولید کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)