چين په جينګدو ښار کې د امريکايي کونسلګرۍ د تړلو امر وکړ

04 زمری 1399

چين د دغه هېواد په جينګدو ښار کې د امريکا د يوه کونسلګرۍ د تړلو امر وکړ.

چين له هغه وروسته پر دې اقدام لار پورې کړ، چې د امريکې متحدو ايالتونو د دې هېواد د تکزاس ايالت په هوسټن ښار کې د چين د يوه کنسلګرۍ د تړلو امر کړی و.

چين ويلي، دا کار يې د امريکا د اقداماتو په غبرګون کې کړی دی او دوی هېڅکله د امريکا او چين تر منځ اړيکو کې د داسې وضعيت غوښتونکي نه دي.

خو امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د چين کونسلګري يې د دې هېواد له لوري د امريکا د علمي معلوماتو د غلا له کبله تړلې ده.

ټرمپ دغه راز ويلي چې ښايي په امريکا کې د چين د يو شمېر نورو کونسلګريو د تړلو امر هم ورکړي، خو چين خبرداری ورکړی چې د امريکا هر عمل عکس العمل لري او دوی به هم په ورته اقدام لاس پورې کړي.

د بېجېنګ او واشنګټن تر منځ په وروستيو کې د کرونا وايروس، سوداګرۍ او هانګ کانګ کې د امنيتي قوانینو د سختېدو له کبله اړيکې ترينګلې شوې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)