له کورونا نه موڅه زده کړل؟

05 زمری 1399

کورونا انسان ته وښوله چې دومره پرمختګ سره ، سره لاهم پوهه یې کمه ده — (علم اعلی له الله [ج] سره دی) 

 په ځیراوبې له تلوارنه د خدای (ج) عبادت کولو ته راګرځیدل + ودونه سپک، لګښت یې کم (اسلامی او خوشحاله)      

   خپلې روغتیا ته پام (روغ پاتې کیدل) او له ګڼې ګوڼې نه پرهیز  

پراخ سړکونه، لاربندیز ورکیدل    +  ساده ژوند د حرص او حسد نه بیزاری

مطالعې ته رجوع له مجازی نړۍ (فیسبوک او….) نه لرې والی  +  د غوښنو کسانو ډنګریدل

پاسره کول اولګښت کمول (د قحطی له ډاره)   +   د اوداسه، نظافت او د لمانځه په حکمت لاپوهیدل.

سپیڅلی چاپیریال ته پام او د ککړتیا کمښت   +    د جګړې نه، سوله ییز ژوند او خبروته پام راګرځول

آن لاین اړیکې ، دفترونو ته لږ تګ    +    په دفترونو کې دګڼې ګوڼې نه جوړول  او د سینګار کمول

آن لاین درملنه، روغتون ته لږ تلل    +    فردی او لرغونو کسبونو ته بیا مخ اړول (د کاشی انځورګری)

د انسان په واسطه د چاپیریال غصب او د هغه  له شرنه د نورو ژوو خلاصیدل (هغوی هم بې له ویرې ژوند ته اړتیالری)

په دفترونو کې د غوړه مالیو او درواغو کمیدل     +    د حجاب رعایتول   

په موټر باندې د ټیم ورکولو له وجهې  د ډوړو کمیدل،  او بایسکل ته اړ کیدل (اخ چې څومره ښه کار شو)

دويډیو کنفرانسونو ډیریدل  +  د بې مفهومه جلسو او د…….. له چیغو خلاصیدل 

او په پای کې وپوهیدو چې موږ لا په سمه توګه ټولنیز ژوند او یو بل سره د مینې چل  نه دی زده کړی

عبدالرووف لیوال

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)