طالبان: د اختر تر ورځې به د حکومت د زر تنو بندیانو د خوشې کولو لړۍ بشپړه شي

09 زمری 1399

 وسله وال طالبان وایي چې دوی به د لوی اختر تر ورځې پورې د حکومت د زر تنو بندیانو د خوشې کولو شمېر بشپړ کړي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د زمري په ۹مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې دوی به له کړې ژمنې سره سم د زر تنه حکومتي بندیانو د خوشې کولو لړۍ بشپړه کړي.

شاهین زیاته کړې چې دوی دغه ګام د خپل مشر ملاهیبت الله د مهربانۍ او د سولې په اړه د ښه نیت په موخه اخلي او د اختر تر ورځې به د حکومت د زر تنو بندیانو د خوشې کولو لړۍ بشړه شي. هغه له حکومت څخه هم غوښتنه کړې چې د قطر د هوکړې په اساس د طالبانو د پنځه زره بندیانو د خوشې کولو لړۍ د ورکړل شوي لېست له مخې بشپړه کړي.

 یوې سرچینې رسنیو ته  ویلي و چې د افغانستان حکومت د طالبانو د هغو بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړې ده چې خپله حکومت پرې اعتراض درلود. حکومت په قطر کې دامریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې د طالبانو ۴۴۰۰ بندیان خوشې کړي، خو د پاتې ۶۰۰ بندیانو له خوشې کولو یې انکار کړی و او له طالبانو یې غوښتي و، چې ددوی پر ځای د نورو کسانو لېست ورکړي. حکومت ویل چې دا پاتې ۶۰۰ بندیان ستر جرمونه لري، حق العبدي لري او پر ځینو یې نړیوالو هم اعتراض کړی دی.

خو یادې سرچینې زیاته کړه چې د پلچرخي او بګرام له زندانونو د پاتې شاوخوا ۶۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل شوې. وسله والو طالبانو اعلان کړی ، که چیرې افغان حکومت تر راتلونکي لوی اختر پورې د دوی پاتې بندیان خوشي کړي نو له اختره وروسته بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.

د یادونې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دتېرې جمعې په ورځ د افغانستان, قطر, پاکستان او ناروې هېوادونو په سفر راوتلی چې تېر ماښام یې په ارګ کې له ولسمشر غني سره د سولې اړوند وروستیو خبرو په اړه بحث کړی دی. د امریکا او طالبانو ترمنځه د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د لاسلیک شوي تړون له مخې تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې افغان حکومت باید د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبان د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)