سمنګان پر لاره د جګړې له امله وارداتي برېښنا پرې شوې

09 زمری 1399

 د برېښنا شرکت وایي چې د وارداتي برېښنا دوه مزي د بغلان -سمنګان پر لاره د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله پرې شوې ده.

برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مزي پر یادې لارې نن سهار څه باندې اته بجې د جګړې له امله پرې شوي.

سرچینه وایي چې ددوی تخنیکي ډله چمتو ده چې د جګړې له پای ته رسېدو سره سم سمې ته لاړه شي او برېښنا بېرته وصل کړي. بله خوا دفاع وزارت هم په یاده سیمه کې جګړه تاییدوي او طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

د یادونې ده چې د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو ته د شمال له لارې برېښنا راغځول شوې چې زیاتره وخت په بغلان کې د جګړې امله پرې کیږي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي وي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)