ننګرهار کې توپان او سېلاب لږترلږه ۱۲ کسان وژلي

11 زمری 1399

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې باران او ورسره توپان او سېلاب لږترلږه ۱۲ کسان وژلي او یو شمېر کورونه‌یې ویجاړ کړي دي.

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، دغه سېلابونه نن سهار د ښېوې په شامل او کلټک کلیو کې راوتلي دي.

د خوګیاڼي په خبره، وژل شوي ۱۰ کسان تر خاورو او ویجاړیو لاندې وو چې جسدونه‌یې موندل شوي دي.

دې طبیعي پېښه کې کرنیزو ځمکو او فصلونو ته هم زیان اوښتی دی.

د ننګرهار چارواکي وایي، دا موندنې یې لومړنۍ دي او ممکن وروسته معلوماتو کې بدلون راشي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)