ټرمپ د ټیک‌ ټاک پېرلو امر کړی

14 زمری 1399

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مایکرو سافټ کمپنۍ ته د سپټمبر تر ۱۵ مې نېټې وخت ټاکلی چې د چین ټیک ټاک کمپنۍ واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ وویل، د امریکا د مایکرو سافټ کمپنۍ سره د ټيک ټاک په پېرلو کې هیڅ کوم مخالفت نه لري.

ټرمپ ویلي، د مایکرو سافټ کمپنۍ له اجرائیوي مشر ساتیا نادیلا سره یې د چینایي کمپنۍ ټیک ټاک د اخیستلو په تړاو خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ په دغه هیواد کې پر ټيک ټاک بندیز ولګاوه او یاده رسنۍ یې د چین د استخباراتو وسیله بللې وه.

دغه احتمالي اقدام ورسته تر هغه کېږي چې د امریکا ځینو سناتورانو ولسمشر ټرمپ ته لیک لېږلی و او ویلي یې و چې دا ټولنیزه رسنۍ ښایي د چین له خوا د استخباراتي وسیلې په توګه وکارول شي.

دوی دغه راز ویلي و، چین د یادې رسنۍ په مرسته غواړي چې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې لاس وهنه وکړي خو د چین حکومت دغه ادعا رد کړې وه او ویلي یې و، چین د امریکا د ټاکنو په چارو کې د دخالت هیڅ کومه لېوالتیا نلري.

ټیک ټاک په ټوله نړۍ کې شااوخوا یو میلیارد کاروونکي لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)