نن دوشنبه د اکاډمیسین سلیمان لایق جنازه له جرمني څخه کابل ته راورسېده.

20 زمری 1399

سلیمان لایق د اختر په لومړۍ ورځ د جرمني هېواد په یو روغتون کې د ژوند پور پرې کړ.

دی تېر ۲۰۱۹ کال په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شوی و.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ سرپرست څېړنوال عبدالظاهر شکېب ازادي راډيو ته وویل تمه وه یکشنبه د ارواښاد لایق جنازه کابل ته ورسېږي، خو په پروازونو کې د ستونزو له امله دا کار په یوه ورځ ځنډ کېږي.

د اروښاد لایق زوی غرزي لایق هم ازادي راډیو ته تأیید کړه چې جنازه به سهار مهال د کابل هوايي ډګر ته ورسېږي او په کابل کې به خاورو ته سپارل کېږي.

وار له مخه د اکاډمیسین سلیمان لایق د اعزاز او تدفین کمېسیون او علومو اکاډمۍ په کابل ښار کې د ښاغلي لایق تصویرونه او ملي اشعار د کابل په واټونو کې نصب کړي دي.

اکاډمیسین غلام مجدد سلیمان لایق د افغانستان یو مطرح شاعر، لیکوال او څېړونکی و چې په پښتو او دري ژبو یې ګڼ اثار چاپ شوي.

 
دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)