پاکستانۍ اداکارې جومات کې د نڅا وېډيو اخیستو له کبله بښنه وغوښته

22 زمری 1399

يوې پاکستانۍ اداکارې له هغه وروسته له خپلو مينه‌ والو بښنه وغوښته چې پر ټولنيزو رسنيو يې په يوه جومات کې د نڅا وېډيو خپره شوه او د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه. دغه وېډيو د لاهور ښار په وزيرخان جومات کې اخيستل شوې ده.

اداکارې صبا قمر ويلي، په وېډيو کې يوازې هڅه شوې له نکاح وروسته د خاوند او مېرمن خوښي وښودل شي، خو مينه‌والو يې له دې سم تعبير نه دی کړی.

هغه له دې کبله بښنه غوښتې او ټينګار يې کړی چې سپېڅلو ځايونو ته د سپکاوي تصور هم نه شي کولای.

هغې له خپل يوه بل اداکار همکار بلال سعيد سره په شريکه دغه وېډيو جوړه کړې ده.

له بل لوري پاکستاني چارواکو ويلي، په جومات کې د دغه ډول وېډيوګانو د جوړولو اجازه نشته او په دې تړاو يې پلټنې پيل کړې دي، خو صبا قمر ويلي، د وېډيو جوړولو پر وخت د جومات ساتونکي وو او د وېډيو اخيستو پر مهال موسيقي نه ده غږول شوې.

تر دې وړاندې له ډيورنډ پورې غاړه خيبر پښتونخوا کې په يوه دولتي ودانۍ کې د پښتنې سندرغاړې ګلپاڼې ويډيو هم جنجالي شوې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)