په ځوانانو او ټولنه باندې د بې کارۍ ناوړه اغېزې

ژباړه او ترتیب: محمد خالد ملکزی 

سرچینې: د المجتمع عربي مجلې (1)

په دې مقاله کې غواړو د دوو اساسي محاوِرو (مِحورونو) په اړه له تاسو درنو لوستونکو سره څو ګټور مطالب شریک کړو. البته د دې مقالې لومړنی محور مو ځوانانو؛ او د هغوی پر ژوند باندې د وزګارتیا منفي اغېزو ته ځانګړې کړی دی؛ او دوهم مِحور مو  بیا ټولنې ته مُختص کړی دی؛ او دا چې په ټولنه باندې د وزګارتیا ناوړه اغېزې به څه وي؛ نو په دې اړه څو مهمو نقطو ته غواړو په مناسب لنډيز اشاره وکړو. په همدې هیله چې دا مقاله ستاسې د ټولو د پام وړ وګرځي. 

لومړنی محور:  په ځوانانو باندې د وزګارتیا ناوړه اغېزې: 

کله چې د یوې ټولنې ځوان قشر د وزګارتیا په زورونکي رنځ باندې مبتلا شي؛ نو معلومه خبره ده چې: راز راز تشویشونه او اندېښنې به هم له هغوی سره راپېدا کېږي؛ او کله کله خو به د همدې وزګارتیا له کبله هغوی ته د یو لړ بدبختۍ، ناارامتیا او خپل ځان د حقیر شمېرلو احساس هم  راپیدا کېږي، حتی د بې کارۍ له کبله د هغوی رواني وضعیت خرابیږي؛ او  د هغوی سالم صحت کېدلی شي چې له جدي ګواښ سره مخامخ شي. په دې اړه  د ټولنیزو علومو متخصصینو (2) د وزګارتیا له کبله لسو تقریباً دولسو (12) منفي تاثیراتو ته اشاره کړې ده چې د بې کارۍ له کبله په یوه ټولنه کې رامنځ ته کېدلی شي ؛ لکه:

1: تندخويي 2: زیاته غصه 3: د زړه تنګوالی 4: په ډېرو وړو وړو خبرو او بې  ارزښته څیزونو باندې له نورو څخه خفه کېدل، او د برق د لوڅو لاینونو په څېر ډېر ژر شاټ (غصه) کېدل…… دا ټول ناوړه صفتونه د وزګارتیا او بې کارۍ له کبله په ځینو انسانانو کې رامنځ ته کېږي. همداراز ټولنپوهانو د وزګارتیا د نورو ناوړه اغېزو په اړه ویلي دي  چې: 5: بې صبری: یعنې د وزګار انسان صبر او حوصله د کارکوونکو انسانانو څخه لږه وي.  6:د وینې فشار لوړېدل 7: د معدې زخم را پیدا كېدل؛ او دا مرض وخت په وخت زیاتېدل 8:  د عصبي فشارونو له کبله د عصبانیت او بدمزاجۍ (خشونت) روحیه د هغه په ذهن کې پیاوړي کېدل 9: د صحت خرابېدل او د رواني فشارونو ښکار ګرځېدل 10: د دروغو او وعده خلافۍ په ناوړي رنځ اخته کېدل. 11: په مخدره موادو لکه: سګرتو، چرسو او داسې نورو نشه یې توکو باندې روږدي کېدل.

 12:  د وزګارتیا له کبله د شیطان په خپور شوي دام کې نښلېدل او په دوی کې اخلاقي انحرافات رامنځ ته کېدل؛ او داسې نور… دا ټول هغه منفي صفتونه او ناوړه عادتونه دي چې د همدې بې کارۍ او روحي فشارونو له کبله په ځینو انسانانو کې رامنځ ته کېږي. دکتور سمیر یونس د المجتمع د عربي مجلې په پورتنۍ یاده ګڼه کې په دې اړه لیکي چې: د وزګار انسان ټول ژوند بې کاره او په بې ګټو کارونو؛ په بې ځایه لوبو او ساعت تېریو باندې ضایع کېږي.  همداراز د ټولنې وزګار خلک د خپل ژوند ارزښتمن وخت په قطه بازیو (چې په عربي ژبه کې ورته لعبُ الورق ویل کېږي)، ضایع کوي؛ بلکه دا ډول خلک هڅه کوي چې د نورو باهدفه ځوانانو طلايي وخت هم ورته ووژني. د دې ډول انسانانو، نه د خوب وخت معلوم وي؛ او نه هم د خوب څخه را پاڅېدلو وخت.

 ډېر ځل بې کاره او په عامه اصطلاح وزګار انسانان د همدې وزګارتیا له کبله د دروغو ویلو په ناوړه رنځ باندې هم اخته کېږي. لکه کله کله داسې هم شوي دي چې: دوی د خپل پوهنتون په څو مضامینو کې ناکام  پاتې شوي دي؛ خو خپلې کورنۍ ته یې داسې ښکاره کړی وي لکه دوی چې بالکل په ټولو مضامینو کې کامیاب شوي وي؛ او هیڅ له ناکامۍ سره نه وي مخامخ شوي. همداراز اوس کله چې د بې کارۍ له کبله د خپلې ټولنې د وزګارو خلکو د ژوند په اړه فکر کوو؛ نو وینو چې:

 زمونږ د ټولنې ځینې ځوانان په سګرټ څکولو او چرسو باندې روږدي کېږي، ځینې نور بیا د شیطان  په خپور شوي دام کې رانښلي؛ او د هغه په  لمسه د پردیو منحرفو انجونو د تیلیفون شمېرې راپیداکوي؛ او بیا له هغوی سره ککړې (ناوړه او نامشروعه) اړیکې نیسي؛ د شپې تر ناوخته له هغوی سره خبرې اترې او ټوکې ټکالې به کوي؛ او هغوی ته د دوکې ورکولو په خاطر به دا وزګاره او بې کاره ځوانان پردیو انجونو ته تشې وعدې ورکوي.

په دې توګه دوی هم خپل او هم د هغوی ژوند تباه کوي؛ او د هغوی له پاکو امېدونو سره لوبې کوي. دا ټول د ځوانانو او پيغلو په ژوند باندې هغه منفي اغېزې دي چې د همدې بې کارۍ او د آخرت او مرګ څخه د غفلت له کبله رامنځ ته کېږي. دکتور سمیر یونس په خپلې همدې پورتنۍ مقاله کې، د وزګارو انسانانو  په ژوند باندې د منفي اغېزو په اړه د یو په زړه پورې مثال یادونه کړې ده؛ او ویلي یې دي  چې: [وزګار ځوان نه یوازې د خپل ځان لپاره یو لوی خطر دی، بلکې د خپلې کورنۍ، ټولنې او خپلو خپلوانو لپاره هم کېدلی شي  چې یو  لوی خطر واقع شي.  وزګار او تمبل انسان نه یوازې دا چې پخپله بې ګټې انسان وي، بلکې د نورو لپاره هم مُضر تمامېدلی شي. 

د داسې انسانانو  مثال د هغې بې ثمره ونې او طُفیلی بوټو په څېر دی چې: د هغه رېښې د نورو  میوه لرونکو ونو څخه اوبه راکشوي. دا بې ګټې ونې نه په خپله نورو ته مېوه ورکوي؛ او نه هم  د نورو مثمرو (مېوه لرونکو ونو) د ودې او غټېدو لامل ګرځي؛ بلکې د هغې خواړه هم د خپلو ریښو په مرسته د ځان لپاره راجذبوي؛ او مزاحمتونه ورته ایجادوي]. په عربي ژبه کې د وزګار انسان په اړه مشهور متل دی چې وايي: [الإنسانُ من غیرِ عملٍ کالناقةِ العُمیاء في وسطِ الصحراء].  یعنې بې کاره انسان د هغې ړندې اوښې په څېر دی چې د دښتې په منځ کې پاتې شوي وي.(او لاره ترې ورکه شوي وي). وزګار خلک په رښتیا هم چې کله کله د ړندې اوښې په څېر وي؛ چې نه پوهېږي څه وکړي؛ او چېرته ولاړ شي.

په ټولنه کې د ځوانانو د انحراف او بې لارتیا درې ګوني مهم لاملونه: 

په پورتنیو څو کرښو کې مو د ځوانانو په ژوند باندې د بې کارۍ په منفي اغېزو باندې خبرې وکړی. اوس به راشو دې مهمې مسئلې ته چې: آیا په یوه ټولنه باندې هم بې کاري څه منفي اغېزې او تاثیرات شیندلی شي او کنه؟ 

په دې اړه پوهانو ویلي دي چې: درې لاملونه کېدلی شي چې زمونږ په ټولنه کې د ځوانانو د انحراف او بې لارتیا لامل وګرځي: 1: وزګارتیا یا بې کاري. 2:  له خپل قوت او  یاهم په بله اصطلاح  له خپلې ځوانۍ څخه ناوړه استفاده کول. 3: زیاته ښکلا او شتمني.

 دکتور یوسف قرضاوي صاحب  په خپل کتاب (الوقتُ في حیاةِ المسلم)  کې په دې اړه یو څو په زړه پورې مطالبو ته اشاره کړې ده. نوموړي په خپل دې کتاب (3) کې  لیکلي دي چې:  سلف صالحینو به د هغه شخص څخه زيات نفرت کاوه چې، کله به دوی یو شخص وزګار ولیده،  یعنې له داسې یو شخص سره به یې هېڅ کله هم مینه نه پاللــه چې: نه به یو چا د خپلې دنیا لپاره څه ګټور کار کاوه؛ او نه هم د خپل آخرت لپاره.   

 وزګارتیا که په عامه توګه ووایو؛ نو دا  د الله تعالی یو نعمت دي؛ هوښیار انسان باید دا د خپل ځان لپاره غنیمت وګڼي؛ او ښه ګټه باید ورڅخه پورته کړي؛ خو کله کله بیا د ځینو نورو لپاره بې کاري او وزګارتیا د نعمت پر ځای، پر یو لوی مصیبت باندې بدلیږي. وزګارتیا د دواړو، یعنې هم د ځوانانو لپاره او هم د پيغلو لپاره لوی خطر شمېرل کېږی. په همدې خاطر ویل کېږي چې: وزګارتیا د سړیو لپاره غفلت (بې پروايي) زېږوي؛ او په ښځو کې د شهوت غریزه راپاروي.  له همدې کبله کله هم چې ښځې او په ځانګړې توګه، پيغلې انجونې  وزګارې شوي دي؛ نو د شهوت په فکرونو کې لوېدلي دي. په همدې خاطر کله چې مونږ د تاریخ پاڼو ته ورګرځو؛ نو معلوميږي چې: د یوسف ـــ علیه السلام ــ  په زمانه کې د زلیخا د انحراف او بې لارتیا څو عمده لاملونه ؤ، یو له دغو عمده لاملونو څخه وزګارتیا وه.

د همدې وزګارتیا او بې کارۍ خطر بیا هغه وخت نور هم زیاتیږي چې کله یو انسان د وزګارتیا تر څنګ ځوان هم وي؛(او قوت هم ولري)؛ د زیات ښائست تر څنګ،(زیاته شتمني او پیسې هم ورسره ولري). همدا ټول هغه درې ګوني لاملونه ول چې  د زلیخا په قصر کې راټول شوي ؤ؛ نو ځکه یې د حضرت یوسف ــ علیه السلام ــ لپاره شیطاني دام وغوړاوه؛ خو لوی څښتن تعالی خپل دغه معصوم او سپېڅلي پیغمبر ته نجات ورپه برخه کړ؛ او  د زلیخا له لوري د خپور شوي دام څخه حضرت یوسف ــ علیه السلام ــ  ســـالم راووت.  

 دوهم محور: په ټولنه باندې د بې کارۍ منفي اغېزې:

وزګارتیا او یا په عامه اصطلاح بې کاري واقعاً چې د هرې ټولنې لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي. د همدې وزرګارتیا په نتیجه کې په یوې ټولنې کې راز مشکلات او مصایب (مُصیبتونه) رامنځ ته کېدلی شي؛ لکه: 1: له فقر سره د خلکو مخامخ کېدل؛ او په ټولنه کې د مُتسوِّلینو (ګدايي کوونکو) خلکو ګراف لوړېدل. 2: په ټولنه کې د مرموزو قتلونو زیاتېدل؛ لکه: ډېر ځل د ښار په منځ کې د یو څو روپو په مقابل کې د ټولنې یو مهم شخص په داسې پټ او سِرّي توګه ووژل شي؛ چې قاتل یې هېڅ چا ته معلوم نه وي. 3: اختطافونه او د خلکو تښتونې زیاتېدل4:  په ټولنه کې د فقر او بې کارۍ له کبله د زنا او نورو اخلاقي مفاسدو زیاتېدل. 

د اسلام مقدین دین خپل پیروان که له یو لوري کار کولو ته هڅولي دي؛ نو له بل لوري یې د ظلم، بې کارۍ، بخل او داسې نورو مُهلکو بیماریو سره د مُحاربې  او مبارزې امر هم ورته کړی دی. زکات د ټولنې پر شتمنو خلکو باندې په همدې خاطر فرض کړای شوی دی، تر څو په ټولنه کې فقر، تش لاسي، بیکاري او اقتصادي بې وزلي له منځه لاړه شي.  د ټولنې د اغنیاؤو له لوري د بې وزله خلکو سره مالي مرستې د همدې لپاره دي چې تر څو د خلکو اقتصاد زیات ونه شړېږي؛ او تر څو په اسلامي ټولنه کې د شتمنو او مسکینانو تر منځ شخصي خصومتونه او دښمنۍ رامنځ ته نشي؛ بلکې د دوی تر منځ محبت او مودّت، همکاري او خواخوږي تل تر تله همداسې په خپل حال پاتې شي.

 اوس اصلي خبره داده چې: که چېرې شتمن خلک، د ټولنې پر  بې وزلانو باندې خپلې سره مرستې بندې کړي؛ او دا کار خپل مسؤلیت ونه ګڼي؛ نو ښکاره خبره ده چې د دې غفلت او بې پروايۍ په نتیجه کې به په ټولنه کې امنیتي ګواښونه، بدبختۍ، وژنې او د غلاؤو ګراف نور هم لوړ شي. امنیتي حالت به بیا ورځ تر بلې دومره مخ په خرابېدو شي چې: په رڼا ورځ به د شتمنو خلکو اولاد اختطاف او نامعلومو ځایونو ته تښتول کېږي؛ د یو څو روپو په مقابل کې به د انسانانو له سر او ژوند سره لوبې کېږي. د ټولنې بارسوخه او مُخوَّر خلک به د نامعلومه خلکو په لاس ترور کېږي. د علمي شخصیتونو، با رسوخه او حق پرسته علماؤو، سیاسي څېرو، ډاکټرانو، انجینرانو او داسې نورو مهمو خلکو ژوند به هره ورځ له ګواښ سره مخامخ کېږي؛ او په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې: زمونږه افغاني ټولنه نن ورځ  له همداسې یو بحراني وضعیت سره مخامخ ده. 

د اقتصادي وضعیت د شړېدلو له کبله مونږ هر وخت وینو چې: د افغانستان په مختلفو ولایتونو، په ځانګړې توګه په کابل کې مرموزې وژنې کېږي؛ نه یې قاتل پېژندل کيږي؛ او نه هم د مقتول د قتل پر علت باندې څوک پوهېږي. خپلوان یې هم حیران وي چې: د دوی د کورنۍ دا غړی ولې ووژل شوی دی؛ نو د کار کولو او کارموندنې  لپاره په مسلسله توګه هلې ځلې کول، دعاء کول، له خپلو مخلصو دوستانو سره اړیکې نیول، همداراز خپلو مهارتونو او خپلو استعدادونو ته نوره هم وده ورکول، له خپل وخت څخه سالمه استفاده کول، په خپل کار کې له بې ساري اخلاص او روغ نیت څخه کار اخستل او داسې نور …. دا ټول هغه څه دي چې زمونږ سره د کارموندنې په پروسه کې کېدلی شي چې خورا ګټور تمام شي؛ او زمونږ کار او وظیفې ته دوام ور وبښي.

د 1399 هـ ش كال/ د جومې مبارکه ورځ / د سنبلې د میاشتې 7 نېټه.

_____________________________________________________

مهمې سرچینې: 

(1):د المجتمع مجله (نړیواله عربي مجله) / ګڼه: 1965/ د 1432 ه ق کال  د روژې د مبارکې میاشتې 13 نېټه/ چې د 2011 میلادي کال د اګست د میاشتې له 13 نېټې سره سمون خوري/  64 مخ/.  

(2): د المجتمع مجله/ 2145 ګڼه/ د 2020  ميلادي کال د جون میاشت چې د 1441  ه ق کال د ذوالقعدې له میاشت سره سمون خوري/ 64 صفحه او د مقالي اصلي عنوان دی:[خُطوات عَمَلیة لِلسَّیطرةِ علی المِزاجِ السِّئِ].  د نجلاء محفوظ لیکنه.

(3): د (الوقتُ في حیاةِ المسلم) کتاب/ د دکتور یوسف قرضاوي لیکنه/ناشر: د مؤسسة  الرسالة/ د پنځم ځل د چاپ کال: 1991 میلادي کال/ 15 صفحه. 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)