پکتیکا کې مېرمنو ته د مېوو وچوونکي دستګاوې ورکړل شوې دي

11 وږی 1399

د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، ددې ولایت پر یوشمېر بزګرو مېرمنو یې د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې وېشلې دي.

د دوی په خبره، دغه دستګاوې ددې ولایت د مرکز ښرنې ترڅنګ د یوسف خېلو، اورګون او یحی خېلو په ولسوالیو کې پر ۲۸ مېرمنو وېشل شوي دي.

د دغه ریاست چارواکي وايي، د دې دستګاوو له وېشلو څخه موخه د کرنیزو محصولاتو بیې لوړول، د مېرمنو لپاره کاري زمینې برابرول او د بېوزلو او بې سرپرستو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.

د پکتیکا ولایت دکرنې رییس وایي، چې مېوه او سابه تر حاصل وروسته په ډېره ټېټه بیه په بازار کې پلورل کیږي او یا هم خوڅاکیږي.

هغه وویل، تر دې وروسته به بېوزلې او بې سرپرسته مېرمنې و کولای شي چې د دغو وچوونکو دستګاوو په واسطه مېوه او سابه وچ او پروسس کړي او حتا کولای شي چې د ژمي په موسم کې هم ورڅخه ګټه پورته کړي.

د پکتیکا د کرنې رییس وايي، کومې مېرمني چې دغه دستګاوې یې ترلاسه کړې دي له دغو دستګاوو څخه د ښې ګټې اخیستنې په موخه روزل شوي هم دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)