لغمان کې د موټر چپه کېدو پېښه يو کس مړ او لس ټپيان دي

): د لغمان اليشینګ ولسوالۍ کې د يو موټر چپه کېدو په پېښه کې یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولت زي وايي چې  نن سهار د الیشینګ ولسوالۍ ګونه پال درې د ولسي خلکو یو موټر له سړکه وتلی او کندې ته لوېدلی دی.

دی وايي چې د پېښې پر مهال يو کس خپل ژوند بایللی او لس نور ټپیان شوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ټپيان د يادې ولسوالۍ او مرکز مهترلام روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)