له اسرايلو سره د اماراتو او بحرين د اړيکو تاريخي تړون لاسليک شو

26 وږی 1399

: له اسرايلو سره  د عربي هېوادونو، بحرين او متحده عربي اماراتو د اړيکو او دوستۍ تاريخي تړون په سپينې ماڼۍ کې لاسليک شو.

د راپورونو له مخې، په دغو مراسمو کې چې پرون شپه ترسره شول، د امريکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ او يو شمېر نورو امريکايي چارواکو هم شتون درلود.

پر دغه تړون د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير، د بحرين امير او د اسرائيلو لومړي وزير لاسليک وکړ.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یاد تړون د هرکلي ترڅنګ دغه اقدام د يوه نوي (منځني ختيځ) پيلامه بللې ده.

د يادونې ده، په ١٩٤٨ زېږديز کال کې د اسرايل هېواد له رامنځته کېدو وروسته عربي هېوادونو اسرايل پر رسميت ونه پېژاند خو په دې وروستيو کې د اماراتو او بحرين په ګډون څلورو عربي هېوادونو له اسرايلو سره اړيکې جوړې کړې.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هيله څرګنده کړه چې نور هېوادونه هم له اسرايلو سره اړيکې جوړې کړي، خو د فلسطين حکومت له هېوادونو غوښتي چې له دغه کاره ډډه وکړي.

بلخوا د فلسطين ولسمشر محمود عباس د دغه تړون د غندنې ترڅنګ ويلي، هرکله چې اسرايل د فلسطينيانو غصب کړې سيمې خوشي کړي، بيا ورسره په سيمه کې امنيت راتللى شي.

دغه راز ايران او ترکيې هم دغه تړون غندلى دى.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)