د بشر حقونو کمېسيون: د سولې خبرو کې دې د جګړې د قربانيانو غږ واورېدل شي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د سولې خبرو کې بايد د جګړې د قربانيانو حقونو او عدالت ته پام وشي.

دې کمېسيون نن په دې تړاو په خپره کړې اعلاميه کې ټينګار کړی چې د جګړې د قربانيانو غږ دې واورېدل شي، د هغوی پر کړاوونو دې اعتراف وشي او د هغوی بشري اړتياوو ته دې رسېدنه وشي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسيون په دوحه کې د بين‌الافغاني خبرو د پيلېدو هرکلی کړی او هغه یې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره يو ښه فرصت بللی دی.

دغه کمېسيون ټينګار کړی چې دواړې غاړې دې پر يو شمېر ګډو ارزښتونو هوکړه وکړي:

د سولې په خبرو اترو کې د برياليتوب لپاره لومړی شاخص دا دی، چې دواړه غاړې د افغانانو پر ځينو ګډو ارزښتونو هوکړه وکړي، دا به د خبرو اترو د دواړو غاړو د مرکچيانو تر منځ باور رامنځته کړي او د هر اړخيزې هوکړې لپاره به لاره هواره کړي. ځکه تمه کيږي چې د خبرو اترو د بهير اصلي پايله به تلپاتې سوله او د هر افغان د عزتمن ژوند او مساوي فرصتونو څخه برخه منتيا وي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون دغه راز دې اعلاميه کې د دواړو لورو مرکچيانو ته يو لړ وړانديزونه هم کړي دي.

په خبرو اترو کې د افغانستان تنوع په رسمیت پیژندل، د قربانيانو او د عامو خلکو د غوښتنو په پام کې نيول، د ټولو لپاره دې اساسي بشري حقونو پېژندل او ساتل او د سولې پروسه کې د عامو خلکو پراخ ګډون د دې وړانديزونو له ډلې دي.

د يادولو ده چې د روانې اوونۍ د شنبه په ورځ په دوحه کې مخامخ بين‌الافغاني خبرې پيل شوې او اوس مهال د تماس لس کسيزه ډله د دې خبرو لپاره د طرزالعمل په جوړولو بوخته ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)