افغانستان د چرګانو د غوښې او هګیو له اړخه ځان بسیاینې ته نږدې شوی.

19 تله 1399

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن رسنیو ته وویل، چې په دغه هېواد کې د چرګانو روزنه په دې وروستیو کلونو کې ډېره وده کړې او پر فارمونو یې میلیونونه افغانۍ پانګونه شوې ده، چې په کور د ننه د غوښې او هګیو ۵۴ سلنه اړتیا پوره کوي.

د کرنې وزارت وایی، چې افغانستان په کال کې ۹۵۰ ټنه د چرګانو غوښې ته اړتیا لري، چې ۸۰ سلنه یې له کورنیو فارمونو نه برابرېږي او هر کال په هېواد کې دوه میلیارده هکۍ مصرفېږي، چې څه باندې ۳۰ سلنه یې له کورنیو فارمونو څخه لاس ته راځي.

ښاغلی رستمي وايي، د یاد وزارت له خوا په تېر مالي کال کې د چرګانو د روزنې څه باندې ۴۰ فارمونه، چې له پنځه زرو څخه تر ۳۰ زرو پورې د چرګانو د روزنې ظرفیت لري جوړ شوي دي.

اوس مهال په افغانستان کې د چرګانو ۷ زره فارمونه موجود دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)