ننګرهار کې د کرنیزو پروژو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي

22 تله 1399

د کرنې وزارت وایي، په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې ۸۵ سلنه شوې دي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دکرنې وزارت وایي، د کرنیزو محصولاتو مدیرت د پروژې په اډانه کې د ننګرهار ولایت په مرکز او ۱۴ ولایتونو کې د ۱۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷۸ پروژو چارې یې څو میاشتې وړاندې پیل کړي دي، چې اوس یې رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړ شوي دي.

 دغه وزرات ووایي، ددغو پروژو لس سلنه لګښت برخمن شوي بزګران ورکوي چې په کې د کچالو ۱۲ او د پیازو ۳۶۶ صفر انرژۍ زېرمتونونه شامل دي.

د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه په ټول هېواد کې بڼوالو او بزګرانو ته نږدې ۱۲ زره ودانۍ جوړوي او دغه راز د سبو او مېوو د وچوونکو دستګاوو په وېش سره سلګونو مېرمنو ته د کار زمینه برابروي

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)