د "افغان نجلۍ" شربت ګلې عکس د پولنډ په یوه بولۍ کې په ډېره لوړه بیه وپلورل شو او ریکارډ یې جوړ کړ.

26 تله 1399

د بولۍ جوړولو پولنډۍ کمپنۍ دیسا یونیکوم جمعه راپور ورکړی چې د سټیف مک کري په لاس اخیستل شوی د شربت ګلې عکس په ۲۸۳۰۰۰ زلوتي پولنډیو چې له اویا زرو ډالرو ډېرې کېږي وپلورل شو.

بولۍ پنجشنبه ترسره شوې وه.

دیسا یونیکوم کمپنۍ ویلی د شربت ګلې عکس په ټول پولنډ کې په لوړه بیه د پلورل کېدو ریکارډ جوړ کړ.

د شربت ګلې عکس په ۱۹۸۵ کال د پېښور د کډوالو په یوه کمپ کې امریکايي عکاس سټیف مک کري واخیست او د نېشنل جیوګرافیک مجلۍ په پښتۍ خپور شو.

شربت ګله په عکس کې د خپل ژور ليد او شنو سترګو له کبله د کډوالو په نړيوال سمبول بدله شوه.

دا افغان مېرمنه چې اوس یې عمر نږدې پنځوسو کلونو ته رسېږي په کابل کې اوسي او افغان دولت کور ورکړی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)