فرانسه کې يوه بريدګر له هغه ښوونکي سر پرې کړی چې د حضرت محمد (ص) کارتونونه يې زده‌کوونکو ته ښودلي و.

د راپورونو له مخې، يوه سړي چې ساتول يې په لاس کې و، پر دې ښوونکي بريد وکړ او سر يې ترې پرې کړ. بريدګر هم د پولیسو له لوري وژل شوی دی.

د ښوونکي له لوري هغه کارتونونه زده‌کوونکو ته ښودل شوي وو چې چارلي هېبدو مجلې د دويم ځل لپاره خپاره کړل. چارلي هېبدو لومړی دغه کارتونونه په ۲۰۱۵ کال کې خپاره کړي، چې وروسته يې پر دفتر سخت بريد وشو او د هغو بريدکوونکو محاکمه لا روانه ده.

د دغه بريد پر پنځم تلين يو ځل بيا چارلي هېبدو دغه کارتونونه خپاره کړل.