دغه صفحه پرنټ کول

د کورنيو چارو وزارت: په غور کې د چاودنې له امله ٢٠کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار ۱۱ بجې د غور ولایت د ښځو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو مخې او د امنیه قوماندانۍ ته نږدې د یوه کرولا موټر په واسطه بمي برید شوی.

د دې وزارت ویاند طارق آرین وايي، د دې برید له امله ۲۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

اخوا ویل کېږي، دغه چاودنه د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ د موټرو په پارکېنګ کې شوې ده.

د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمعروف رامش رسنیو ته وویل، چې چاودونه موټربم په وسیله شوې او ملکي خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي خو ده د تلفاتو کره شمېرې په اړه جزییات ور نه کړل.

د دې چاودنې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)