د کندوز د ملي امنيت مرستيال پر موټر چاودنه کې درې کسان ټپيان شوي

حکومتي سرچيني وايي، د دغه ولايت د ملي امنيت رياست د مرستيال پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې درې کسان ټپيان شوي دي.

په کندوز کې يوې حکومتي سرچينې ویلي چې نن له غرمې مخکې د دغه ولايت د ملي امنيت د مرستيال ډګروال امين الله پر موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي: ((دغه چاودنه د ملي امنيت رياست په ودانۍ کې دننه شوې، کله چې معاون له موټره ښکته شوی، بيا چاودنه شوې ده.))

سرچينه زياتوي چې په دې چاودنه کې موټر تخريب شوى او د ياد مرستيال موټر چلوونکى او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

د کندوز د ملي امنيت رياست مسوولينو په دې له څه ويلو ډډه وکړه.

خو بل لور ته په کندوز کې مدني فعال ظاهر مُصلح وايي چې د ملي امنيت د لوړ رتبه مسوولينو پر موټرو د چسپکي ماين چاودنې د اندېښنې وړ دي.

هغه وايي: ((دغه خلک بايد د وسله والو مخالفينو پلانونه شنډ کړي، د دوى پر خپلو موټرو چاودنې کېږي، دا واقعاً د شرم ځاى دى.))

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)