خوست کې موټر بم چاودنې ۲۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د کورنیو چارو وزارت وایي، نن سهار شپږ بجې خوست ښار کې د پولیسو ځانګړې قطعې ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې چې له کبله یې ۲ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې ۲ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، امنیتي ځواکونو د پولیسو ځانګړې قطعې ته د وسله‌والو د ننوتلو مخه نیولې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)