سحر همدرد د ښار جوړولو وزارت د ساختماني چارو مرستياله وټاکل شوه

سحر همدرد د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني چارو نوې مرستياله وټاکل شوه.

د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې همدرد نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شوه.

په دې مراسمو کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزير محمود کرزي ويلي، چې همدرد تر دې وړاندې هم د ښاري پراختیا برخه کې مهم کارونه کړي دي.

سحر همدرد د کابل پولتخنيک پوهنتون کې د ليسانس په کچه تر زده‌کړو وروسته د جاپان د تويو هاشي پوهنتون د ښاري پلان جوړونې او مهندسۍ برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې دي.سحر همدرد تر دې وړاندې د کابل ښاروالۍ د پلان جوړولو او ښاري پراختیا د مرستيالې، د ښاري پراختیا برخه کې د ولسمشر د سترې سلاکارې او د کابل ښاروالۍ د پلان او پالیسۍ د عمومي رئيسې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې د انجنيري او مهندسي نظام د پراختیا ادارې د رئيسې په توګه دندې ترسره کړې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)