د بلغاریا جمهور رئیس وروسته له هغې ځان قرنطین کړ چې د دفتر رئیس یې په کرونا ویروس اخته وبلل شو.

09 لړم 1399

 دې هېواد جمهوري ریاست ویلي د جمهور رئیس رومن رادف د دفتر رئیس ډیمېټار ستویانوف د پنجشنبې په ورځ په 'کوویډ-۱۹' ویروس اخته تشخصی شو.

د بلغاریا د جمهوري ریاست په وینا ستویانوف د اکټوبر له ۲۶ مې نیټې راهېسې دفتر کې نه‌و او د جمهوري ریاست له کارمندانو سره یې وروستی تماس درې ورځې کې مخکې وو.

د دې هېواد صدراعظم بویاکو بوریسوف او د مرکزي بانک رئیس یې ډېمېټر راډیف هم په 'کوویډ-۱۹' د اخته کېدو له کبله په قرنطین کې دي.

بلغاریا پرون په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پوهنتونونه، لېسې او شپني کلپونه د دوو اوونیو په مخه وتړل.

په دې هېواد کې تر اوسه تر ۴۵ زرو زیات کسان په کرونا اخته شوي چې نږدې ۱۲ سوه تنه‌یې دې ناروغۍ وژلي دي.

 
دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)