پاکستان د وېزې په برخه کې خطرناک هېواد وبلل شو

09 لړم 1399

د اروپايي ټولنې د پارلمان یو شمېر غړو د وېزې په برخه کې پاکستان خطرناک هېواد بللی او پر دغه هېواد یې د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې. د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې ډومینیک بیلډ ادعا کوي، چې پاکستان کې نه یوازې د اروپايي ټولنې پاسپورټونه پلورل کېږي، بلکې په خبره یې د ورانکارۍ په فعالیتونو کې لاس لرونکو کسانو ته ویزې هم ورکول کېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د اروپايي پارلمان د ځينې غړو د تورونو په هکله پوښتنې په لیکلې بڼه واستولې، خو د راپور خپرېدو تر مهاله یې غبرګون نه دی څرګند کړی. بیلډ زیاته کړې، له ۲۰۱۴ کاله تر اوسه دوی له پاکستان سره د نږدې څلور میلیارده یورو مرسته کړې، خو پایلې یې خواشینونکې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)