عمران خان: له افغان سولې سره به د سیمې سوداګري وده وکړي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات به د ټولې سیمې لپاره ګټور وي او ورسره به نور اقتصادي فرصتونه هم رامنځته شي. نوموړي تېره ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له سرپرست وزیر نثار احمد فیضي سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله به د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د نويو فرصتونو په برابرولو کې د ټولې سیمې لپاره ګټور وي. د پاکستان لومړي وزیر څرګنده کړې؛ پاکستان او افغانستان ډېر اقتصادي فرصتونه لري، چې په وینا یې یوازې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ له لارې ترلاسه کیدی شي. عمران خان همدارنګه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان دوامداره ملاتړ تکرار کړی او د خبرو اترو د سیاسي جوړجاړي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)