سيداکبر آغا: د پردۍ استخباراتي جګړې د اوږدېدو مخنیوی دې وشي

د سوېل ختېځ زون په مرکز ګردېز کې د خلاصون لار شورا لخوا په يوه لويه ولسي غونډه کې د دې شورا مسولينو او خلکو د وسله والو طالبانو پر مشرتابه غږ وکړ چې د ملت غوښتنې او حساس حالت ته په کتو دې اوربند وکړي. دوی ټينګار وکړ چې ياده ډله بايد خپلې موخې له سياسي لارې تعقيب او نور له جګړې لاس پر سر شي. د پکتيا قومي مشران وايي، چې د سولې په پروسه کې بايد د بهرنيانو د مغرضانه لاسوهنو مخنيوی وشي او افغانان دې په خپل منځ کې د سولې او ثبات لپاره زيات انعطاف وکړي. دوی وايي، نور د افغانانو د تېر اېستلو کوشـش مه کوئ؛ نور په دې خبرو ټول افغانان پوه شوي دي. د اوږدو خبرو او ډېرو مصرفونو زغم څوک نه لري. د خلاصون لارې شورا مشر سيداکبر آغا وويل چې روانه جګړه د پرديو استخباراتي جګړه ده، چې ټول زيان يې افغانانو ته اوړي او په کار ده چې هر څه ژر يې د اوږدېدو مخنيوی وشي. د هغه په وینا، پاکستان او نور هېوادونه د افغانانو تر منځ سوله نه کوي، بلکې افغانان بايد په خپله د خلکو د سخت حالت په نظر کې نيولو سره موافقې ته ورسيږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)