د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ بیا هم اوربند مات شو

09 لړم 1399

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په څلورو اوونیو کې درېیم اوربند هم مات شو. د پخواني شوروي اتحاد په دغو دوو جمهوریتونو کې د نګورنو قره باغ پر سیمه له څو لسیزو راهیسې اختلافات روان دي. د اذربایجان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ د نګورنو قره ‌باغ پر سیمه خونړۍ جګړې سختې شوې دي او دواړه لوري یو بل له درېیم اوربند څخه په سرغړونه تورنوي. اذربایجان او ارمنستان په ښاري سیمو کې پرون د ملکي تلفاتو راپورونه خپاره کړل. د اذربایجان دفاع وزارت وویل، په تازه برید کې ۲۱ ملکیان وژل شوي او ۷۰ نور د بردا پر ښار د توغندیدو د برید له امله ټپیان شوي دي. د ارمنستان دفاع وزارت بیا، اذري ځواکونه تورن کړل چې په نګورنو قره ‌باغ کې یې د ستیپانکرات ښار په منځ کې زېږنتون په نښه کړی دی. دواړه لورو له شااوخوا یوې میاشتې راهیسې جګړه پيل کړې ده او یو بل د ملکي اهدافو په ویشتلو تورنوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)