ولې پوځي مرګ ژوبله؟

20 ليندی 1395 غرغښت تلویزیون

ملکي تلفات د افغانستان جګړې له اساسي زیانونو څخه ګڼل کېږي، خو له تېرو شاوخوا درې کلونو راهیسې د افغان پوځیانو مرګ ژوبله هم په بې سارې ډول لوړه شوې ده.
د افغانستان د بیارغونې د سرمفتش دفتر (سیګار) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۶میلادي کال په لومړیو ۸ میاشتو کې ۱۵زره افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې په دغو کسانو کې ۵۵۲۳ تنه وژل شوي دي.
د جګړې شدت او زیاتوالی د پوځي او ناپوځي تلفاتو د زیاتېدو عمده او اساسي علت ګڼل کېږي. هلمند، فراه، اروزګان، ننګرهار، کندوز، بغلان، تخار، فاریاب، جوزجان، میدان وردک، غور، نیمروز او فراه د هغو ولایتونو په ډله کې دي، چې سږ کال په کې د جګړو شدت خورا زیات وو.
دغو جګړو نه یوازې درانه مالي زیانونه اړولي، بلکې د سر درانه زیانونه یې هم رامنځ ته کړې دي. خو له اندازې زیات تلفات په تېره بیا پوځي تلفات خورا ډېرې پوښتنې پیدا کولای شي.
د ملکي تلفاتو په اړه په جنګ کې د ښکېلو اړخونو نادقتي، د سړک د غاړې چاودنې، د ملکي سیمو سپر ګرځول، د جګړې قوانینو ته نه پاملرنه او د درنو وسلو استعمال د تلفاتو د زیاتوالي په عواملو کې شمېرل کېږي. خو د پوځیانو د مرګ ژوبلې زیاتېدل ښايي مدیریتي او پلاني بار هم له ځانه سره ولري.
یو شمېر منتقدین وايي، چې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو لېږد او پر افغان پوځیانو د ټولې جګړې د بار پرېوتل هم د دې سبب شوی، چې د افغان پوځيانو مرګ ژوبله له زغمه ووځي.
د دوی په عقیده افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد یو عمده هدف همدا و، چې بهرني ځواکونه په خپلو پوځي اډو او قرارګاوو کې ځانونه خوندي کړي. دا سیاست سبب شو، چې بهرني ځواکونه خوندي شي، خو دم ګړۍ افغان ځواکونه په ډېرو کمو تجهیزاتو او امکاناتو هماغه جګړه پرمخ وړي، چې بهرنیو ځواکونو د مجهز هوايي ځواک، ټانک او توپچي او نورو پرمختللو وسلو په وسیله مخته وړله.
د دې ترڅنګ یو شمېر کارپوهان په دې عقیده دي، چې د جګپوړیو چارواکو له لوري د جګړې ناسم مدیریت، پر مهمو پوځي دندو د غیرمسلکي افرادو ګمارل، د عسکري اصولو نه رعایت او د جګړې له قومندانانو او مسوولینو څخه د تلفاتو په اړه نه پوښتنه هم د تلفاتو د زياتوالي سبب ګرځېدلي دي. شواهد په ګوته کوي چې ډېری وخت پوځي تلفات د قومندانانو د غفلت، ناسم مدیریت او د لومړۍ کرښې پوځیانو ته په وخت د وسلو او مهماتو د نه رسېدو له کبله رامنځ ته کېږي.
په یوه مقاله کې چې موده وړاندې ((په پوځ کې د زیاتو تلفاتو عوامل)) تر سرلیک لاندې خپره شوې، کټ مټ همدغو ټکو ته اشاره شوې ده. په دغه مقاله کې د لیکوال یو استدلال دا دی، چې د اردو او پوليسو قومندانان او نور جګپوړي چارواکي چې د جګړې پلانول او د ولایتونو ساتل او مدیریت کول ور پرغاړه دي باید وپوښتل شي.
د مقالې په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې په افغان پوځ او پولیسو كې د زياتو تلفاتو دود د شورويانو د یرغل له وخته په دوديز ډول په افغانستان کې پاتې دي. هغه مهال يوه جنرال د خپلې قومندې په ستاينه كې ويلي و، زه داسې يو جنرال يم چې له ۳۰۰سرتېرو سره د پغمان غره ته وختم او له درېیو سرتېرو سره بېرته ترې راښكته شوم. هغه مهال هم د دغه جنرال په دې كار ډېرې نيوكې شوې او دا يې د يوه جنرال له وړتيا سره مناسب كار نه و بللی، دا ځكه چې دغه جنرال لــه درېـیــو ســرتېرو سره په بــريــاليـتـوب نــه، بلـكـې پــه تـېـښـتــه لــه غــره راښكته شوی و.
په سږنیو جګړو کې هم دغسې ډېر مثالونه موندل کېږي. د بېلګې په توګه د تلې په ۱۸مه نېټه د بغلان ولایت د قرغان تپې په سیمه کې د ملي اردو یوه هليکوپټر هغه مهال د طالبانو له لوري ووېشتل شوه، چې په سیمه کې یې محاصره شویو پوځیانو ته مهمات او خوراکي توکي لېږدول. په دغه پېښه کې د هليکوپټر ټوله عمله ووژل شوه.
د تلې په ۲۱مه نېټه د بغلان ولایت امنیتي ځواکونو د محاصره شویو پوځیانو د ژغورلو له پاره ځمکني عملیات ترسره کړل او د هليکوپتر د عملي مړي یې له سیمې راوویستل او بیا یې د هغوی کورنیو ته ورسپارل.
اوس پوښتنه دا ده، چې د جګړې قومندانانو ولې له پیله ځمکني عملیات سازمان دهي نه کړل؟ که له پیله ځمکني عملیات شوي وای او محاصره ماته شوې وای، نه به هلیکوپټر وېشتل کېده او نه به یې عمله وژل شوې وای.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.