د پارلماني ټاکنو ورک برخلیک

20 ليندی 1395 صمد علي نوازش

د حکومتي ویاندویانو وروستیو څرګندونو ته په کتو، داسې اټکل کېږي، چې پارلماني ټاکنې به ونه شي. حتا داسې ګمانونه هم موجود دي، چې ګواکې حکومت د ټاکنو د ترسره کېدو له پاره بیخي اراده نه لري.
مخکې جمهور ريیس اشرف غني ویلي و، چې پارلماني ټاکنې به د سږني کال د اوړي او مني تر منځ وشي، خو داسې ونه شول او اوس تازه په تازه د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینهپال په خپل یوه بیان کې ټینګار کړی، تر هغې به ټاکنې ترسره نه شي چې په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی نه وي.
له دغو بیانونو څخه څرګندېږي، چې حکومت نه د ټاکنيز نظام د اصلاح او نه هم د ټاکنو د ترسره کېدو له پاره کومه اراده لري. د ټاکنيز نظام اصلاح کول چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ د سیاسي هوکړې یو مهم شرط دی؛ تر دې مهاله د دواړو اړخونو له لوري له ننګونو سره مخ شوی دی.
له بلې خوا کله چې جمهور ريیس غني د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه وځنډوله، د ټاکنو پخواني کمسیون بیا د روان کال د تلې ۲۴مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړه او اوس د جمهوري ریاست مرستیال وياند وايي، چې د ټاکنو د ترسره کېدو نوې نېټه به د ټاکنو نوی کمسیون اعلانوي.
علاوه پر دې مینه پال د ټاکنو ترسره کېدل، په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو له ماتې سره غوټه کړي دي. پر دې بنسټ راتلونکی کال هم په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو کوم څرک نه لګېږي.
مینه پال وايي: ((چمتووالی روان دی او هیلهمن یو چې په راتلونکي کال کې له بشپړ چمتووالي سره د ټاکنو په لور لاړ شو، لومړی باید د افغانستان دښمنان په جګړه کې ماتې وخوري، تر څو د ټاکنو د ترسره کېدو زمينه برابره شي)). اوس دا پوښتنه مطرح کېږي، څه تضمین شته چې د مینه پال په خبره د افغانستان دښمنان به راتلونکی کال ماتې وخوري او په ټول افغانستان کې به امنیت ټینګ شي؟
په داسې حال کې چې د افغانستان په هره سیمه کې اور بل دی او وسله والې ډلې د دې پر ځای چې کمزورې شي د جګړو لمن یې پراخه کړې ده، ایا دا مناسبه ده، چې د ټاکنو ترسره کېدل دې د وسله والو ډلو له ماتې او بشپړ ټیکاو سره وتړل شي؟
خلک باید تر څه وخته انتظار وباسي چې حکومت د خپلو وسله والو مخالفینو پر وړاندې بریالی کېږي؟
که څه هم مینهپال وايي چې د کورنیو چارو وزارت د تر ګواښ لاندې سیمو پلټنه پیل کړې، څو د ټاکنو ترسره کېدو ته زمینه برابره شي، خو ایا د وخت ضایع کول به د حکومت مشروعیت لا ډېر تر پوښتنې لاندې رانه ولي؟
د ملي یووالي حکومت د یوې سیاسي هوکړې له مخې رامنځ ته شوی او باید په خپلو ژمنو عمل وکړي، خو تر اوسه دغه ژمنې نه دي عملي شوي. د ملي یووالي حکومت د هوکړې له مخې په کار وه، چې حکومت د اجرائیه ریاست د برخلیک د معلومولو له پاره د اساسي قانون لویه جرګه جوړه کړي او د نظام راتلونکې ستونزه یې حل کړې وای، خو نه یوازې په دې برخه کې کومه هڅه ونه لیدل شوه، بلکې اوس یې د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو نېټه په راتلونکي کمسیون پورې تړلې؛ په هغه کمسیون پورې چې د غوراوي کمېټې د کار تر پای ته رسېدو او د نویو کمېشنرانو تر ټاکل کېدو وروسته به رامنځ ته کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.