په اوسنې پير کې د غونډو بهير ته لنډه کتنه!

26 ليندی 1395 الحاج سخی سرور میاخېل

کله نه کله به مې په ډېرو داسې غونډو کې ګډون کړی ؤ،چې د موضوع له مخې له زيات ارزښت او اهميت څخه برخمنې وې او کله به بيا ځینی داسې هم وې،چې ارزښت به يې د موضوع له اړخه، د نورو په پرتله کمزوری ښکاريده،!
نومې دې موضوع ته له مختلفو کړکيو سر ورښکاره کړ، چې په کې مې داسی څه وموندل، چې له ملغلرو قيمتي ؤ او بيا په کې داسې څه هم شتون درلود، چې ورباندې د ډېرو خبرو کول هم د وخت ضايع راته ښکاريده.
په هر حال راځو دې ته، چې غونډې دلته څه ډول په لاره اچول کيږي!؟
د غونډو جوړونکو د کورونه له برکتونو ډک وي، ځکه چې د غونډې رابلل څه اسانه کار نه دی. غونډې جوړونکې کيدای شي، د خپل کار د پيل لپاره زيات اړخونه
سنجولي وي، چې چيرې به د غونډې جوړول ګټور او له ستونزو خالي وي؟
کله به ورته مناسب وخت پيدا کړم، څوک بايد په کې ګډون وکړي؟
ايا چې غواړم، هغه څوک به د ګډون په موخه په غونډه کې شتون او حضور پيدا کړي او کنه، نو هرومرو يا خو به بلنليکونه چمتو کوي او يايې د ټليفون په اړيکه خبروي.
کله نه کله خو په رسنيو، راډيو او ټلويزيون کې د غونډو په اړه خبرتياوې هم خپريږي، له نيکه مرغه اوسمهال خو په فيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو کې هم دا مسايل د خبرتيا په څېر ترسترګو کيږي، نوبس مطلوب کسان خبر شي.
دا د غونډې د پيل نه وړاندې يو اړين اړخ دی چی باید ترسره شی .
د غونډې ټاکل شوې ځای ته، نو د بلل شويو ميلمنو بهير پيل شي.
کوربه صاحب دا درک کړي وي، چې زه بايد لږ ترلږه د اصل مهال يا وخت نه چې په کې غونډه بايد دايره شي، يو ساعت يا يوه ګينټه مخکې مهال رابلونکو ته وايي:
د بېلګې په توګه که په نهو بجو د سهار غونډه دايريږي، نو بيا په بلنليکونو او خبرتياووکی ورته د اتو بجو ټايم ليکي.
هغه بيچاره بيا د اتو بجو نه تر نهو بجو توقع لري، چې رابلل شوي ميلمانه به راورسيږي.

له بده مرغه ډېر کم شمېر کسان داسې هم وي، چې که په اتو بجو ورته وخت ښودل شوی وي، نو بيا په اتو بجو حاضر وي، چې له دې ستونزې زه هم خالي نه يم، ځکه کله،که څوشيبې ناوخته کيږم، يا په لارو او سړکونو باندې د موټرو ګڼه ګوڼه زياته وي، نو په دې چرتونو کې راګير شم، که چيرې ناوخت ورسيږم. هلته غونډه پيل شوي وي، له يوې خوا به په غونډه کې اخلال وارد شي او له بلې خوا باور وکړئ، چې نور د دې زغم هم نشته چی ووايم، بخښنه غواړم، ناوخت شوم، نو فکر کوم، چې بايد په اعلان شوي ټاکلې وخت کې په غونډه کې ګډون وکړم.
خو دا ډول ميلمانه ډېر کم ترسترګو کيږي. په هرحال له اتو بجو څخه دا بهير پيل شي، چې لړۍ يې ان تريوولسو بجو هم ورسيږي.
کوم کسان چې راغلې وي، هغوی دومره تنګ شي، چې اېخوا دېخوا ګوري روحآ نارامه وي.
د ځان سره وايي، ياره! اوس خو نيمه ورځ شوه، چې دا غونډه اخر پيليږي او کنه!؟
ځينې خو بيا په يوه بهانه د غونډې له ځای څخه ووځي او ځينې بيا نزاکتآ يوبل ته دا وايي،تاسو خوځيږئ،مه زه د باندې ازاده هوا اخلم بيرته راځم، چې لاړ شي، پسې لاړ شي. دا ورځ په کې داسې زړه ووهي، چې بله ورځ هم بيا غونډې ته د تګ نيت نه کوي. ځينې کسان بيا وايي: وروره که غونډه هرڅنګه وي د دوستانو د ليدلو لپاره خو يو ښه چانس دی.
په هرحال دا يوه عامه ستونزه ده، چې د وخت اهميت په کې ډېرو ته کم رنګه ښکاري.
له انپړو خو ګيله نه شته، زموږ روشنفکران حتی ژورناليستان هم دې ويرس نيولي دي، هغوی هم دا درک کړي وي، چې هسې خو هم دومره په خپل وخت څوک نه حاضريږي، نو راځه د هغې پر ځای چې وختي غونډې ته ولاړ شې، په کومه بله موضوع باندې کار وکړه.
په نوره نړۍ کې وخت کم دی.
هره ناسته په معين وخت پيل کيږي او په معين وخت پای ته رسيږي.
د هر چا برنامه داسې وي، چې د هرې موضوع لپاره يې ځانګړی وخت مشخص کړی وي.
ځکه د دوی ژوند پلانيزه دی. خو هغه خبره ده، چې که ډېر وخت غواړې افغانستان ته ولاړ شه.
راځو! دې ته چې د غونډې پيل څه ډول وي؟
انانسر صاحب که تجربه کاروي په پيل کې مقدماتي خبرې وکړي او بيا له دوستانو بخښنه وغواړي، چې غونډه لږ وځنډيده، خو خير تاسي حوصله له لاسه مه ورکوئ.
د غونډې د پيليدو لپاره محترم ملا يا قاري د تلاوت لپاره راغواړو. د تلاوت وروسته په ځانګړو غونډو کې د افغانستان د ملي سرود داوريدلو لپاره خلک رابلل کيږي، چې د ملي سرود د احترام لپاره په خپلو ځايونو کې ودريږئ!
څو کاله وړاندې مې ښه په ياد دي، چې کله به ملي سرود غږيده ، ځينې کسان به له خپلو ځايونو نه خوځيدل، چې دا عمل به يې يو ناروا کار باله.
خو متاسفانه چې د هغوی چاپيريال دومره تياره ؤ،چې دا يې هم نشوه پيژندلی چې په ملي سرود کې خوکه ل نورو راتیر شی نو د الله اکبر کلمه هم ذکر شويده .
که چيرې دې کلمې ته احترام نه لري ايا په دې به ګنهګار نه شي. له نيکه مرغه ياده ستونزه اوسمهال هواره شوي ده.
له ملي سرود وروسته د چک چکو غږونه تر غوږو رسيږي.
اوس راځو دې ته چې د ويناوالو لړۍ څه ډول پيليږي؟
ايا ويناوال موضوع ته په تړاو راغوښتل کيږي ايا د موضوع په تړاو خبرې کيږي ايا موضوع ته په تړاو د خبرو او وينا کوونکو وړتيا ته پام شته!؟
له بده مرغه چې دا بهير له يوې خوا ډيڅ او له بلې خوا دومره د تشريفاتو په دام کې خښ شوی دی، چې نه ترې لاس خلاصولی شي او نه هم پښې.
يوه بله زړه راښکوونکې ورته ووايم او که زړه وهونکې چې تل په هره غونډه کې پيژندل شوي څيرې ويناوې کوي، لکه چارواکي چې دا خو لازمي ده، چې بايد ويناوې وکړي.
په هغه پسې يې بيا د ولايتي شورا رئيس او يا هم وکيل نښلوالی وي،ورپسې خو نور بيا هغه تش په نوم په اصطلاح قومي مشر چې درباري رنګ يې خپل کړی وي، هرومروګڼډل شوی وی چی بايد وينا وکړي.
داسې مې هم په ياد دي، چې په يوه علمي موضوع باندې غونډه رابلل شويده، چې بايد په کې مسلکي کسان ويناوې وکړي.
پروفيسران او علمي کادرونه ناست وي،د تعمل له مخې يو تن انپړ يا بې سواده دريځ ته رابلل کيږي او هغه وينا کوي.هغه هم دومره سپين سترګي وي، چې شرم هم ورته نه ورځي، خير دی که انانسر دې راوبولې ، نوده ته خپل وجدان څنکه اجازه ورکوی چی د دومره لوړو او اکاډميکو شخصيتونو پر وړاندې وينا وکړې.
کله خو بيا ځينې په هغه مسلک کې نه يوازې ګوتې وهي ، بلکې وايي، چې... ته په کار ده، چې د سې يا هغسې وکړي.
راځو دې ته چې ويناوال خپلې ويناوې څنګه پيلوي، په پيل کې بسم الله چې اړينه هم ده لولي.
ورپسې بيا نبوي تحفه وړاندې کوي، چې السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
ځينې بيا نو ايت او ياهم حديث شريف لولې، چې ورپسې د معمول نه لازيات یی د خاظرې کتاب ياد کړی وي.
وايي: فرهنګ پال په دين او وطن مين، مبتکر، زړه ور،زړه سواند، د ملت خادم، والي، جناب، پلانی، قهرمان، هغه قهرمان چې د ملت له غمه ټوله شپه په ويښه تيروي، پلانی، پلانی، پلانی، ... اودنورو ناستو کسانو نومونه اخلی .بیا نو وایی نه
غواړم، اوږدې خبرې وکړم. ځينې مقررينو او ويناوالو د موضوع په تړاو ډېرې ښې او هر اړخیزی علمی خبرې وکړې زه یی هم تايدوم خو دومره باید ووایم
نه غواړم، چې تکراري خبرې وکړم، نو بيا وينا پيل کړي.
انانسر ورته مخکې له مخکې په خپل انانس کې اعلان کړی وي، چې ويناوال ډېردي، له ټولو مقررينو هيله ده چې خپلې خبرې رالنډې او په درو دقيقو کې يې راواوروئ. خو ښآغلی ته دورکړل شوی وخت غیږه خوله دی خبرو ډکه شی
نو دا ښاغلی چې وينا کوي،له موضوع سره خو په ډېرو مواردو کې هیڅ اړخ نه لګوي.
بس نو روان وي، چې څومره بوجۍ يې د خبرو راوړي ده او يايې هم د طوطي په شان ياد کړي دي، هغه ټولې په يو وار همدلته ختموي. که په بله غونډه کی هم وینا کوی همدا خبری دی وایی بس همدا زوړ ملا او زړې تراویح دی .ځکه ده مسکین خو نور څه نه دی زده چی ویی وایی.
ځينو ته خو لا وار د مخه د وينا کولو خبر ورکړل شوی وي. هغه بيا نو په ليکلي بڼه چې په کاغذ کې ورسره دي د وينا په پيلولو پيل وکړي.
کله چې ورته انانسر کاغذ د دريځ پر سر واچوي.
چې خبرې رالنډې کړه، نو بيا هغه ورته وايي، چې ليکلي ويناوې نه رالنډيږي او ځينې بيا دا نزاکت مراعات کړي، چې وينا يې تر لنډيدو وروسته له بدو بدتره شي.
ځکه چې په کې کوم پيغام ليږدول غواړي، هغه هم ونشي لوستلی او د خبرو تسلسل يې هم دومره خراب شي، چې ايله ووايي،وخت کم دی نور ویناوال به هم خبری کوی ومن الله توفيق.
دا ډول غونډې چې بايد په يو ساعت کې پای ته رسيدلي وای، په ساعتونو ساعتونو وځنډيږي. نودم په دم پسي ستړي کيدونکي او خسته کنه کيږي
تمشاچيان يا د غونډې ګډونوال دومره ستړي شي چې په خپلو کې نو په خبرو پيل وکړي ويناکوونکي په چيغو ستړي شي چې راځي دا خبرې سره واورو،لږ دا غلمغل کم کړي اصلآ دده په خبرو کې کوم کشش او زړه راښکون نه وي چې خلک ورته غوږ ونيسي په زوره خلک غلي کوي خو دا کار ناشونې شي تر دې چې غونډه پای ته ورسيږي بيا ځينې يې دغرمي ډوډۍ يا غرمني پوښتنه کوي ځکه چې ډيري يي هغو غونډو ته حاضريږي چې پکې ډوډۍ او يا هم نور امتازات ويشل کيږي،ځکه خو د غونډې د پای شيبې لانوره هم حيرانونکي او عجيبه غوندې شي دلته بيا انانسر صاحب ووايي پلاني محترم صيب پلاني حاجي صيب ته به د افغانی دود او دستور له مخې لنګي ور په سر شي
او په پلاني پلاني .......او نورو به ستاينليکونه وويشل شي
نو دغونډو پرکيفيت خپسه کيني چې زړه راښکون ته يې نه پريږدي کنه غونډه که کمزوري هم وي له انفراديت ښه ده
په انفراديت کې دومره زور او قوت نشي پيدا کيدای لکه په غونډه کې. غونډه د تجمع په معني ده
په تجمع کې يوالی او قوت وي څومره چې خلک سره جمع کيږي هلته د ډيرو اشخاصو ترمنځ د نظر تبادل صورت نيسي
د نظر تبادل په صورت کې منطق او استدلال کارول کيږي داستدلال له مخې تفاهم صورت نیسی دتفاهم په صورت کې قناعت خاصليږي قوت زیاتیږی او
د قناعت وروسته موخې ته د نيږدې کيدو زمينې برابريږي پدې هېله چې غونډه خپل ماهيت خوندور کړي او په غونډه کې واړه موثر کسان ويناوي وکړي او موضوع ته په کتو سره ګټور پيغام وليږدوي.
ياداښت:
د پورتنۍ ليکنې په پای کې څو سپارښتنې او وړانديزونه بیانوم ، پرته له کومې رخې او طرف . که منطقي وي ورباندې عمل وشي. کيدای شي له يوې خوا د غونډې کيفيت ښه شي او له بله اړخه د غونډې دايريدل زړه راښکونکې شی او له بلې خوا د وخت د ضايع مخه به ونيول شي.
۱.هره غونډه بايد په ټاکلي وخت پيل او په ټاکلی وخت پای ومومي.
۲.هڅه دې وشي، چې په غونډه کې په تشريفاتي ډول نه بلکې د وړتيا او موضوع سره د زړه سوي له مخې د ويناوالو بلنه مروجه شي.
۳. په غونډه کې بايد له زياتو تشريفاتي خبرو او حاضريو له لوستلو صرف نظر وشي.
۴.هرهغه چاچې يو نوښت کړی وي، هغه شخص ته دې لنګۍ ورپه سر شي يا دې هم ستاينليک ورکړل شي، ترڅو نه يوازې هغه شخص په خپله بلکې نور کسان هم تشويق او له هغه پند واخلي.
نه داسې چې احمد نوښت کړی دی غونډه رابلل شوی ، برعکس محمود ته چې چارواکی دی يا ... لنګۍ ور په سرشي.
۵.د لنګيو او ستاينليکونو حرمت بايد وساتل شي. نه داسې چې هرڅوک کمپيوټر ته ناست دی، بې مسؤليته ستاينليکونه جوړوي اوبي پولې يې ويشي.
۶-هڅه دی وشی چی لوړکسان ټیټو ته ستاینلیکونه ورکړی ، نه داسی چی ډير ټيت سویه کسان لوړو ته ستاینلیکونه ورکوی چی داپحپله دتقدیر پرځای توهین دی .


الحاج سخی سرور میاخیل
دغرغښت تلویزیون ریس
این ایمیل در مقابل حملات اسپم محافظت می‌شود. برای دیدن آن نیاز به فعال کردن جاوااسکریپت دارید.
2016_3_3

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.