ځنګلونه؛ د مافیا په منګولو کې

11 مرغومی 1395 نویسنده: حبیب وقار

په داسې حال كې، چې د افغانستان د ځنګلونو د تنظیم قانون د اوومې مادې له مخې هېڅوک حق نه لري، ځنګلونه ويجاړ، اره او يا په کرنيزو سيمو بدل کړي، خو د راپورونو له مخې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو كې د ځنګلونو وهل په شدت دوام لري او دغه چارې خلك او د ژوند چاپېريال متخصصين اندېښمن كړي دي.

خوست كې برېښنايي ارې
جنوب ختيځ ولايت خوست پراخ ځنګلونه لري او دغه ولايت ته يې ځانګړې ښكلا وربښلې، خو د دغه ولايت مدني فعالان وايي، هلته په چټكۍ د ځنګلونو وهل دوام لري.
د دغه ولايت مدني فعال بوستان وليزى وايي: ((تر دې وړاندې به قاچاق وړونکو او زورواکو په تبر او لاسي ارو سره ځنګلونه وهل، خو اوس يې برېښنايي ارې ورته راوړې دي چې ژر يې ختم کړي)).
د دغه ولايت بل مدني فعال قابل جان بیدار وايي: ((که د خوست د ځنګلونو حالت همداسې روان وي، ښايي څو كاله وروسته خوست ولایت هېڅ ځنګل ونه لري، نو له دولت هيله لرو چې ژر تر ژره يې د مخنيوي له پاره اقدام وکړي.)) د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رييس نيازمحمد لعلي هم د خوست ولایت د ځنګلونو وهل تاييدوي: ((حکومت د هېواد د ځنګلونو د ساتنې له پاره هېڅ پروګرام نه لري. که دولت يې نه شي ساتلی موږ له قومي تړونونو هيله کوو چې د ځنګلونو د وهلو مخه ونيسي)).
د خوست والي حکم خان حبیبي شاوخوا یوه اونۍ وړاندې وويل چې د ولایت په یو شمېر سیمو کې د ځنګلونو د وهلو پر دوام اندېښمن دی: ((د سپېرې او تڼیو ولسوالیو پر پوله مو ۱۱تنه ځنګل وهونکي نيولي دي، له یادو کسانو سره درې بار موټر او د ځنګلونو د وهلو نور تخنیکي وسایل هم نیول شوي دي چې له څېړنې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ولېږل شي)).
له بل لوري د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، د خلکو کمزوری اقتصاد، بې وزلي، وزګاري او د ځنګلونو په ارزښت نه پوهېدل د ځنګلونو د وهلو سببونه دي: ((د سيمې له خلکو هيله کوو چې د ځنګلونو د وهلو په مخنيوي کې له موږ سره مرسته وکړي او دې لړۍ ته پای ورکړي.))
حبیبي د خوست خلکو ته وويل چې ځنګلونه يوازې د دوی نه بلکې د ټول هېواد او ان راتلونکو نسلونو ګډه پانګه ده، نو بايد د نورو حق ونه خوري: ((په ټولو خلکو غږ کوم چې دغه طبيعي شتمني چې د ټولو هېوادوالو حق ګڼل کېږي، نه بايد چې ضايع کړل شي او باید چې د مخنيوي له پاره يې خپلې هڅې ونه سپموﺉ)).
دوه کاله وړاندې د کرنې او مالدارۍ وزارت په خوست کې د ځنګلونو د پرمختګ له پاره د ١١مليون افغانيو په ارزښت د جلغوزيو د نيالګيو پروژه عملي کړه؛ خو کومه مثبته پايله يې نه لرله.

كونړ كې د چارواكو بې وسي
د خوست تر څنګ د هېواد ختيځ ولایت کونړ هم پرېمانه ځنګلونه لري، خو هلته هم په ځنګلونو لو ګډ دى او اندېښنې راپارېدلې چې ښايي دې ولايت كې هم ځنګلونه له منځه لاړ شي.
د کونړ اوسېدنکي وايي، په خپلسري توګه د ځنګلونو وهل دوام لري، لرګي يې ګاونډيو هېوادونو ته په قاچاقي توګه وړل کېږي او حکومت تر اوسه په دې برخه كې هېڅ هم نه دي کړي.
د کونړ د دمکلي ځوانانو د شورا رییس ذبيحالله صاحبالحق وايي: ((له تېرو نږدې دریو لسیزو راهيسې په کونړ کې د ځنګلونو مافیا کار کوي، دوی د ځنګلونو ونې په بې رحمه توګه د برېښنايي ارو په واسطه وهي، په دې دومره موده کې يو حکومت هم ونه توانېد چې مخه يې ونيسي)).
د کونړ د دانګام ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی عزيزالله وايي، دولت خپله له قاچاق وړونکو او ځنګل وهونکو سره ملګری دی: ((که دولت له دوی سره ملګری نه وای، شونې نه وه چې دوی دې ځنګلونه ووهي او قاچاق يې دې کړي، دولت په بشپړه توګه د قاچاق وړونکو او مافيايي کړيو ملګری دی)).
قومي مشر ډګروال شاه محمود خان وايي، د ځنګلونو په وهلو او قاچاق کې دولتي چارواکي لاس لري، ځکه چې دوی د قاچاق د مخنيوي چيغې وهي، خو هېڅکله يې هم مخنيوی نه کوي: ((دا کسان چې کله د ستونزو د حل په غونډه کې خبرې کوي، ځان سپېڅلې ملايکه او د خلکو خدمتګار معرفي کوي، خو کله چې په عملي ساحه کې غږ پرې وشي بيا عمل نه کوي، نو معلومه خبره ده چې د ځنګلونو په وهلو کې دوی خپله لاس لري)).
د کونړ والي وحیدالله کلیمزی مني چې په یو شمېر ناامنو سیمو کې اوس هم ځنګل وهل کېږي، خو نوموړى وايي، هڅه كوي چې د ځنګلونو د وهلو، د لرګیو د قاچاقو او په دې پروسه کې د هر ډول ګډوډۍ مخه ونیسي.
کليمزي له خلکو غوښتنه کړې چې د ځنګلونو په وهلو کې له دوی سره مرسته وکړي: ((موږ تر خپلې وسې هڅه کوو چې د ځنګل وهونکو مخه ونيسو، دوی خيانت کوونکي دي بايد چې سمه جزا ورکړل شي، خو د کونړ له درانه ولس هم د مرستې غوښتنه کوم چې په دې مبارزه کې له موږسره مرسته وکړي)).
د دې ولایت ډېرو اوسېدونکو هوډ کړی چې نور به چاته اجازه ورنه کړي چې په خپل سر ځنګلونه ووهي، دوی به په ځنګلونو کې د ځوانانو ډلې وګماري چې له ځنګلونو ساتنه وکړي. د ماڼوګۍ ولسوالۍ قومي مشر شهزاده ويلي چې د دوی ولایت په ځنګلونو ښايسته دی او لویه شتمني يې ده، نو څوک به پرې نه ږدي چې دا شتمني له منځه يوسي: ((موږ به په خپلو مټو تکيه وکړو، دولت خو هسې هم څه نه شي کولی، نو موږ خپله اراده لرو چې خپل ځنګلونه خپله وساتو)).
هغه زیاتوي چې یو شمېر کسانو د خپل قوم او سیمې پورې تړلو ځمکو کې ولاړ ځنګلونه په دې نیت یا خپله ووهل او یا يې هم په نورو وپلورل چې شتمن به شي: ((کوم غرونه چې په دنګو او شنو نښترو ښکلي وو، ټول يې سپېره کړل، خو نه يوازې دا چې دوی شتمن نه شول، بلکې د هېواد ملي شتمني يې هم لوټ کړه)).

نورستان كې د ځنګل وهلو مخه نيول شوې
كه څه هم په خوست او كونړ كې د ځنګلونو وهل په پراخه كچه دوام لري، خو نورستان كې بيا ددې پر خلاف ولسونو پرېكړه كړې چې د ځنګل وهلو مخه به نيسي او هغه كسانو ته به جزا وركړي چې په دغه ناوړه عمل لاس پورې كوي.
د نورستان چارواکي وايي، د دغه ولایت مشرانو او دیني عالمانو پرېکړه کړې که څوک د ځنګلونو په وهلو ونیول شي، سخته جزا به وركړي.
د دې ولایت والي حافظ عبدالقیوم څه موده وړاندې رسنيو ته وويل چې د دې ولایت مشران او قومي مشران د خپلو ملي ګټو دفاع په خپله کوي او څوک نه پرېږدي چې ملي شتمنۍ چور او تالان کړي: ((په دې کار سره به نورستان خپله طبيعي ښکلا وساتي، حکومت هم باید په دې برخه کې مرسته وکړي او د نورستان د خلکو ملاتړ ته ور ودانګي.)) حافظ عبدالقيوم له مرکزي دولت وغوښتل چې په نورستان کې د برېښنا بندونه او نورې ټولګټې پروژې پلې کړي.

پكتيا كې قومي تړونونو اغېز كړى
له بل لوري پکتیا ولایت کې بیا قومي خوځښتونو خلکو ته خبرداری ورکړی چې ځنګلونه ونه وهي، کنه سخته سزا به ورکړي.
د دغه ولايت اوسېدونكي وايي، په څمکنيو، ځاځي اريوب، لجې منګل، جانيخېلو او پټان ولسواليو کې قومي تړونونو د ځنګل وهلو مخه نيولې، خو هغسې نه چې دوى يې هيله لري.
دوی زياتوي، ځوانان، مدني فعالان، علما او قومي مشران د قومي تړونونو پر اساس په دې توانېدلي دي چې په خپلو کليو او غرنيو سيمو کې د ځنګل وهلو مخه ونيسي. قومي مشر جنت خان منګل وايي، که خلک کار ولري وزګار نه وي، نو د دوی دا تړون په اسانه عملي کېدای شي: ((د پکتيا ډېری اوسېدونکي په غرونو او بانډو کې اوسېږي چې د خپل ژوند لګښتونه له ځنګلونو پوره کوي، که دولت د دوی ژوند ته پام وکړي، دوی ته سالمې بوختياوې پیداکړي، فکر نه کوم چې دوی دې ځنګلونه ووهي او يا دې له دې ګواښونو سره ځان لاس او ګرېوان کړي. منګل له دولت غواړي چې خلکو ته کار ورکړي او د ځنګلونو د ساتنې له پاره دې يو جامع پلان جوړ کړي. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د قومي مشرانو او مدني فعالانو په دې کار له زړه خوښ دي، د همدې له پاره هڅه کوي چې د ولایت د ځوانانو له پاره لويې پروژې پلې کړي چې هم دوی له وزګارۍ خلاص شي او هم به د ځنګلونو د وهلو مخنیوی شوی وي. د کرنې او مالدارۍ رييس ذبيحالله حسن وايي: ((وزارت بايد په دې برخه کې ښه پروګرامونه طرحه کړي چې له يوې خوا وزګار ځوانان په کار شي او له بلې خوا د ځنګلونو د وهلو مخه نيول شوې وي)).

بدخشان کې ځنګلونه رغول کېږي
د روان كال په چنګاښ مياشت كې د بدخشان د کرنې رياست خبر ورکړ چې د دې ولایت د پنځو ولسواليو په سل هکتاره ځمکه کې د پستې د نوو نيالګيو د کرلو بهیر دوام لري چې تر دې وړاندې هم د بدخشان په ۳۰زره هکتاره ځمکه کې د پستې ځنګلونه ولاړ و، خو د وروستيو جګړو له کبله يې ۳۰په سلو کې له منځه تللي دي. د بدخشان د کرنې رياست د طبيعي سرچينو امر نورمحمد وايي، دوی دغه لوړه پانګه بېرته رغوي چې هم اقتصاد ورسره وغوړېږي او هم به د هېواد بزګر يو څه ترلاسه کړای شي. نورمحمد وايي چې د پستو د زړو کرنه يې له ۱۳۹۱لمريز کال راپه دې خوا په يفتل پايان، شهر بزرګ، ارګو، درايم او کشم ولسواليو کې پيل کړې ده: ((په روان ۱۳۹۵لمريز کال کې به هم د پستې د زړو ۲۰زره پلاستيکي کڅوړې په يادو سيمو کې وکرل شي. موږ له ۱۳۹۱لمريز کال را وروسته د بدخشان په ځنګلونو کې ۴۱زره نيالګي اېښي دي)).

د ځنګلونو ساتنه کې د دولت رول
تر ټولو مهمه پوښتنه داده چې حكومت تر اوسه د ځنګلونو د ساتنې او پالنې له پاره څه كړي دي؟
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواكي وايي، د ځنګلونو او نورو طبيعي شتمنيو د ساتنې په هدف يې د طبيعي سرچينو د تنظيم ستراتيژي جوړه کړې او هوډ لري چې په دې سره به د طبيعي شتمنيو د ثبات او د اقتصادي، تخنيکي او ټولنيزو ستونزو د کمولو له پاره کار وکړي.
د دې وزارت مرستيال میرامانالدين حيدري وايي، د دې ستراتيژۍ په تطبیق سره به د اقليمي بدلونونو ګواښ کم شي، کرنه او مالداري به وده وکړي، د بزګرو ستونزې به اوارې او د هېواد اقتصاد به پرمختګ وکړي: ((دا ستراتیژي به له ۲۰۱۷ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې پلې او په دې برخه کې به پرتې ستونزې تر ډېره ځایه اوارې کړي. ځنګلونه به پرمختګ وکړي او د مالدارۍ له پاره به څړځايونه پراخه شي، ډېرو هېوادوالو ته به د کار زمينه برابره شي او طبيعي سرچينې چې حياتي ارزښت لري وساتل شي)).
حیدري وايي چې د دې ستراتيژي په پلي کېدو سره به وکولای شي چې د طبيعي سرچينو د تنظيم چارې په پرلپسې توګه تنظيم کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.