لندن ته د چین باروړونکي رېل ګاډي لومړنی مستقیم سفر

15 مرغومی 1395 غرغښت تلویزیون

چین له اروپا سره د پانګونې او سوداګریز اړیکو پراخولو په لړ کې، د لومړي ځل لپاره د توکو لېږد رالېږد په موخه بریتانیا ته د رېل ګاډي مستقیمه کرښه پرانسته.
د چین رېل ګاډي لا له وړاندې د چین او مادرید او هامبورګ په څېر نورو اروپایي ښارونو ترمنځ تګ راتګ کوي او ترانسپورتي خدمتونه وړاندې کوي.
د چین او لندن ترمنځ د بار وروړنکي رېل ګاډي سفر به چې کالي، بیکونه او د کور نور توکي لېږدوي، شاوخوا دوه اونۍ وخت ونیسي ترڅو څه باندې ۱۹۳۰۰ کیلومتره لاره ووهي.
+ تاریخي شېبه، له چین نه اورګاډی افغانستان ته ورسېد
د رېل له لارې د توکو لېږدولو ګته دا ده چې تر هوایي کارګو ارزانه پرېوزي او د سمندري ترانسپورت په پرتله ژر رسېږي.

د چین او اروپا نښلوونکو لارو ډېرول د هغې ستراتېژۍ برخه ده چې په ۲۰۱۳ کال کې عملي پیل شوه او هدف یې دا دی چې د پخواني دودیزې ورېښمو لارې په اوږدو کې له اروپا سره نښلوونکې بنسټونه ډېر شي.

لندن به پنځلسم اروپایي ښار وي چې د چین حکومت په ټکو "د نوې ورېښمو لارې" سره یوځای کېږي.

دا رېل ګاډۍ به د لندن ختیځ کې د بارکنګ باروړونکي رېل ګاډي ترمینل ته تر رسېدو پورې له قرغیزستان، روسیې، بلاروس، پولېنډ، جرمني، بلجیم او فرانسې نه تېرېږي. دا لاره په مستقیم ډول د چټک رېل یوې لیکې په وسیله د اروپا له زړه سره نښلېدلې.

د رېل ګاډي د ډېر شمېر لیکو له امله، یو رېل ګاډۍ نشي کولی چې دغه ټوله لاره ووهي او اړتیا ده چې کانټینرونه یې په بېلابېلو سیمو کې نورو رېل ګاډو کې بار شي.

په داسې حال کې چې د چین د اقتصادي ودې او صادراتو کچه د ټیټېدو سره مخ ده، پیکنګ غواړي غواړي خپل اقتصادي پیاوړی کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.