د کندهار د وچې مېوې صادارت زیات شوي

13 سلواغه 1395 له کلید څخه په مننې

د كندهار ولايت د سوداگرۍ خونه وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه ولایت د وچې مېوې صادرات ۴۱ په سلو کې زیات شوي دي. دوی په بهرنیو هېوادونو کې د کندهار وچې مېوې ته د لېوالتیا ډېرېدل او د پروسس په برخه کې د ظرفیتونو وده د صادراتو د ډېرېدو اصلي عوامل بللي دي. اينځر، مميز، شکر پاره، بادام او يو شمېر نورې وچې مېوې د کندهار هغه کرنيز محصولات دي چې د هېواد د ننه او بهر ګرم بازار لري.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنير عبدالباقي بینا وايي، په دغه صادراتو کې د څه باندې ۳۸ملیونو ډالرو په ارزښت ۱۳زره او ۸سوه ټنه وچه مېوه او د شاوخوا ۱۱ملیونو ډالرو په ارزښت ۹زره ټنه طبي بوټي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي چې ډېره برخه یې هندوستان ته لېږل شوي. بینا زیاتوي، که له یوه لوري سوداګر اوس مهال نړیوال بازار په ښه توګه مطالعه کوي او د تقاضا سره سم توکي چمتو کوي، له بل لوري بزګران او واړه سوداګر هم هڅه کوي خپل محصولات د نړیوالو له غوښتنو سره سم پروسس او چمتو کړي: ((اوس د پروسس په برخه کې هم پرمختګونه رامنځته شوي او په نړیواله کچه هم د کندهار وچې مېوې ته تقاضا زیاته شوې، له همدې کبله د تېر کال په پرتله سږ کال د وچې مېوې او طبي بوټو په صادراتو کې ۴۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.))
له بل لوري که څه هم افغان سوداګر خوښ دي چې په نړیواله بازارانو کې ورځ په ورځ د افغانستان وچې مېوې ته تقاضا په زیاتېدو ده، خو د دوی په خبره هغو هېوادونو په افغان صادارتو ټکس زیات کړی دی، چې د افغانستان وچه مېوه واردوي.
یو تن افغان سوداګر کلید ته وویل، دا چې نورو هېوادونو کې په افغاني محصولاتو ټکس زیات شوی، د دوی کارونه ټکني شوي دي: ((له موږ سره د هندوستان سوداګر شته، دوی له حکومت سخت ستړي شوي دي، د افغانستان په مالونو یې مالیه او ټکس زیات کړی دی، د پاکستان سوداګر هم راسره شته دي، دغه هېواد هم د افغانستان په وچې مېوې ټکس زیات کړی دی، دوی چې په یوه بورۍ بادامو ۲۰۰ ټکس زیات کړي، هلته د هره منه بیه ۲۰ تر ۳۰ روپۍ لوړېږي، بیا یې نو کله خلک اخلي.))
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان له لوري دغه ډول یوه هڅه کېږي، څو د افغان تولیداتو او محصولاتو بازار کمزوری کړي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په ځلونو دغسې کارونه کړي دي. دوی دا ځل په افغان صادراتو ټکس زیات کړی دی، خو تر دې څو میاشتې وړاندې هغه وخت چې افغانستان کې تازه مېوې ورسېدې، د سپین بولدک دروازه وتړله او افغان سوداګرو ته یې په ملیونونو ډالرو زیان واړاوه.
د کرنيزو او اقتصادي چارو د پوهانو په باور کې د افغانستان په وچو مېوو په پراخه توګه پانګونه وشي، په ښه ډول پروسس شي او په نړیواله کچه ورته په منظم ډول بازار موندنه وشي، نو له دې درکه هم د افغانستان د لوېدلي اقتصاد یوه پایه درېدلی شي. دوی دغه راز وړانديز کوي چې افغانستان کې دې د وچو مېوو باغونه ډېر او کاروبار دې یې پراخ شي.
دا کارپوهان دغه راز له حکومت غوښتنه کوي، چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان له لارې دې پر پاکستان او هغو هېوادونو فشار راوړي چې افغان محصولاتو ته ستونزې جوړوي او د صادراتو مخه یې نيسي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.