قصیده

06 تله 1396

له پستې خولې دې چې پستې پستې کیسې راوزی

ته واسړې سړې اوبه  دی له چینې راوزی

په هر یولفظ کی دی بلا څه افسانې پرتې دی

لکه هر قول چې ژور له فلسفې راوزی

که دغصی که دګیلې وی څه توپیر نه کوی

مهمه داده چې دستا له سپینې خولې راوزی

واعظه ستاوعظ چې ډير شی نومی ستړی کی خو

دیار خبرې چې ډيریږی نوخوږی راوزی

مینه کی کله شته ستړیا چی یی شاعر تنقید کړی

ستړیا کړی لیرې که هغه ترنیمی شپې راوزی

دړه نیم کښه کړه ظالمه چی دوخوګورم

موربه مړه کړی که یی سر له دروازې راووزی

دپښتو چم دی دېدنونه هم په پټه کیږی

دواړه به مړه کړی که مرمۍ  دټوپک خولې را ووزی

پمن رقیبه نورنوتاته پکی ځای نشته دی

پښتون پښتون دی که دکوریاله حجرې راووزی

نوره قرارکینه په کورکی شرمیدلی ښه یی

کنه زمریان به درپسې له کنډوالې راووزی

داسی په غم باندې اخته شی چی دخلک ګوری

لکه چې درداویوه کړیکه له سینې راووزی

خدایه پښتو دی راپیرزو کړه زه پری شکرباسم

له هریوتوری یی بلاډیرې معنی راووزی

دجنګ ډګرکی که وی څومره جسدونه پراته

جګړه شی غلی چې له کوره پښتنې راووزی

بس دادستور اوداتړون دی وی ترهغې ژوندی

چې اسرافیل په شپیلۍ ټول له هدیرې راووزی

دمینې ژبه ده نفرت ته پکی ځای نشته دی

داسی خوږه  لکه اهنګ له سریندې را ووزی

میاخیل دی داسی دی نیولی چی روان وی پرلار

ځکه بی دریعه یی له خولې نه ترانی راووزی

سخی سرور میاخیل دغرغښت راډیوتلویزیون ریس

نیټه  ۷،سپتمبر،۲۰۱۷

۱۲۰۰فامیلی  دغرِغښت راډیوتلویزیون دفتر

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.