لټون

06 تله 1396

لټون

لیکوال سخی سرورمیاخیل

هودسهار روښنایی دشپې دتیارو تسخیرمات کړی وه او دهغې وهم یی په خپله غیږه کی راټینګ کړی وه .

 بلبلانو په ترنم سره خوږی خوږی سندرې غږولې. دخوړمست او یاغی شڼهاردخلکو ترغوږونورسیده.

 دنسیم ارامې وږمی به کله هم چی له ونو اوباغونو تیریدې  نو به یی د ونوپاڼې اوڅانګې داسې  په ګډاراوستی لکه چې مطرب دبزم په شپه له خماره  پرده پورته کړی وی او هر غوږته یی دترانم په پلوشوکی بې دریغه  دنوی روښانه راتلونکی هیلې رسولی وی.

په دښتو اوبیدیاوکی یی ریدی اوغاټول په نڅا راوستی وه داسی ښکاریدل ته واچې په دی سندریزه اومعطره فضاکی هغوی دنڅا په دی ښکلی انداز سره دخلکو پام ځانته رااړوی .

 دلمرزرینی وړانګی چی تل به  یی دلمر خاته سره د ونو او پاڼو په درزونوکی سترګکونه وهل اوس یی خپله پراخه غیږه پیرزوکړیده دطبیعت بی شانه رنګینی یی پنزولی دی .

هو ساز اواز دی.

 کله چې دمطرب په لارښونه په ډير ښکلی اندازد فضا سندریزریتم کمپوزشوی وی نو بیا خوخیالی ګر انځورګر په خپلو هنری ګوتوسره دتحیل مدار ته هم بل ډول ښکلا وربخښلی شی.

هو  هم داسی ښکاری لکه چی هغه دتحیل په حکمت سره دکایناتو نظام په خپل مجازی انداز تسخیر کړی وی  .

واه واه : نوچې داسی ده نو بیا ولی عافل یی هغه څوک چې دنړی مجازی تصویر روښآنولی شی نو بیا خو ګلورینه او نیازبینه بچیه ته هم  په ریښتنی ډول فضآ تسخیر ولی شی .دعلم پروزرو ترکیهانه مزلی کولی شې . نو بیا هوډ وکړه  څه ته په طمع یی دعلم په لټون  پسې بډې راونغاړه  خدا ی (ج) ستا ملتیا کوی  .ژرشه تکل وکړه نور نو دغفلت خوبونه پخپله بړاستن کی همداسی په خواږه خوب ویده پریږده.

هو سمدلاسه  حرکت وکړه .

 هو ژر شه حرکت وکړه بس روان شه

همدا اوس .     

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.