نقاشي | لیکوال: حسن مصدق

10 تله 1396

ژباړن: بریالی جلالزی ||

د تل په څېر په کور کې خاموشي ده. له پخلنځي د لوښو د مينځلو غږ راځي. وړوکی ورور يې د پلار په غېږه کې ویده دی. مریم وره ته تکیه کړي او یو کاغذ يې په منګولو کې شا ته پټ نیولی.

د خپلې څلور کسیزې کورنۍ رسم يې ايستلی. د حیرانۍ ځای خو دا، چې د رسم شوي کورنۍ او د دوی د کورنۍ ترمنځ ډېر توپیر دی. په رسم شوي کورنۍ کې د کورنۍ ترمنځ له مينې ډکه فضا ښکاري. وړې نجلۍ څو وارې کوښښ وکړ ځان ته جرائت ورکړي، چې خپل رسم پلار ته وښيي؛ خو نه بريالۍ کېږي. لا هم زړه نازړه ده. کله خوښۍ يې د زړه ور وټکوي او کله هم ناهيلي‌توب. خوښي په دې، که يې پلار رسم وويني ښايي خوشحال شي او ناهيلي ځکه، کېدای شي هغه غصه کړي او دا ښوونځي ته پرې‌نه‌ږدي.

نن چې مریم له ښوونځي څخه کور ته را روانه وه د خپل رسم په خاطر ډېره خوشحاله وه. غوښته يې، چې رسم يې پلار ته وښيي. خو د دې باوجود، غم يې همېشنی ملګری و، ځکه پلار يې راضي نه و، چې هغه دې ښوونځي ته لاړه شي. د مور د ډېرو هڅو له برکته ښوونځي ته تله.

مریم خپل ورور ته په ځير ځير ګوري. په زړه کې يې تېرېږي، چې پلار يې د دې او د ورور په منځ کې فرق کوي. هغه پوهېږي، که يې ورور هر څه وغواړي پلار يې نه، نه ورته وايي، که څومره هم وخت سخت وي. زړه ته يې ور تېر شي، چې پلار يې هر ځلې چې کور ته راځي ورور ته يې له ځان سره یو څه راوړي. یوازې دې ته څه نه رسي او ځان د کورنۍ پر اوږو بار احساسوي. لکه یو مساپر، چې په پردي ځای کې شپې سبا کوي.

لا يې هم سترګې په ورور کې خښې کړي، چې د پلار په غېږه کې ویده دی. د پلار يې یو ناڅاپه مریم ته ورپام شي:

    مريمې! ولې هلته ولاړه يې؟

مریم حیرانه شي. نه پوهېږي، چې څه ورته ووايي.

    مريمې! خوله نه لرې. ولې هلته ولاړه يې؟

لا يې هم په زړه کې ډار شته. زړه نازړه ده. یوه شېبه له ځان سره سوچ کوي. سل زړونه سره یو کړي. دا پرېکړه کوي، چې خامخا باید رسم يې پلار ته ور وښيي. ښايي هيلې يې په واقیعت بدلې شي او یا به په سيند لاهو شي. هغه ورځ ور په زړه شي، چې د دې د ښوونځي تلو په خاطر، په کور کې غټه لانجه جوړه شوي وه. وځورېږي. پر ټولې کوټې سترګې داسې را تېرې کړي، لکه یو څوک چې نوی کوټې ته راغلی وي. مور يې له پخلنځي راوځي. یو ځل بیا پلار ته وګوري. سر ښکته واچوي او د سترګو له کونجونو پلار ته ګوري.

    مريمې ولې خبرې نه کوې؟ شا ته دې څه شي پټ کړی؟

لاسونه را مخ ته کړي. رسم پلار ته ورکړي. سترګې پټې کړي، چې د پلار غبرګون و نه ويني.

پلار يې تر ډېره رسم ته ګوري. مريمې سر ښکته اچولی او ورور ته يې ګوري. سر را پورته کړي او پلار ته وګوري. حیرانه شي. پلار يې ژاړي. د پلار پر مخ يې روانې اوښکې ښې ښکاري. ان څېره يې هم ښه ښکاري.

مريمه په غېږ کې ټينګه ونيسي. له ډېرې مودې وروسته لور ته موسک شي. مريمه ښکل کړي او وېره يې ور ختمه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.