افغان شعیه ګان ولې خوندي نه دي!؟ | حمید مایار

د سوریې او عراق د جګړو له ګرمېدو سره ایران کړندۍ هڅې وکړې، چې په دې جګړو کې د مذهبي علایقو پراساس په ځانکړې ډول د افغان شعیه ګانو له مجبوریت او احساساتو ګټه پورته کړي او د فکري او مذهبي مشترکاتو له مخي یې دوی په لوی لاس او د منظم پلان په چوکاټ کې د یو لړ امتیازاتو په بدل کې سوریې او عراق ته د جګړې لومړۍ کرښې ته واستول.

په سوریه کې د بشارالاسد حکومت د شعیه ایزم لویه ستنه او د ایران باور او لاسپوڅی حکومت دی چې تر ‌‌ډېره یې د سوریې په بیلابیلو ولایتونو کې سنیان شهیدان او پر هغوی یې سخت قیودات وضع کړل.

په سوریه او عراق کې پر سنیانو فشار او قیودات داعش ته د پراخ  حضور موقع برابره او د هغوی صفوف یې د خپل غچ اخیستو په خاطر پياړوي او له داعش سره یې لاره یوه کړه.

په افغانستان کې د شعیه وګړو ژوند او پر دوی د مسلسلو بریدونو لړۍ له عراق او سوریې سره تړلې ده.

ایران د( فاطمیون) په نامه په سوریه کې جنګي ډله جوړه کړې چې لږ تر لږه شمېر یې شل زرو کسانو ته رسیږي، د دغه ډلې مطلق اکثریت جنګیالي افغان شعیه ګان دي، چې یو شمېر یې له ایران او ګڼ نور یې له افغانستان څخه ورغلي دي، دغه موضوع دلته بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې خو په سوریه کې د سفارت د نه موجودیت له امله یې کره شمېر نشي ویلی.

اوس چې په افغانستان کې شعیه وګړي، په تکایاوو او جوماتونو کې هم خوندي نه دي دغه اور دوی خپله تر ځان را تاو کړ.

د شعیه هر وګړی په دې پوهیږي چې له دوی سره دوښمني د عراق او سوریې له جګړې را ګرځېدلې نو له همدې امله ځان بې طرفه نه بلکې په یو ډول له داعش سره په تقابل کې ګڼي.

دا اندېښنې په لومړي سره کې مطرح شوې وې چې د افغان شعیه ګانو مشرانو باید عراق او سوریې ته د خپل مذهب پیروان مخه نیولې وای، خو دا خبره د دوی له ذهنه وتلې وه چې داعش به افغانستان کې هم راټوکیږي او دوی ته به سر درد شي.

کلونه کیږي چې په افغانستان کې د محرم لسمه د سنیانو خو د شعیه ګانو لخوا بیا د ځانکړو ترتیباتو په چوکاټ کې لمانځل کیږي.

د داعش له حضور سره اوس په کابل ښار کې د دې ورځې لمانځلو بڼه بدله شوې ښار کې له تورو، شنو او سرو جنډو څخه جوړې خیمې او نور بېنرونو په شااوخوا کې عادي وګړي په وسلو سمبال او د امنیت ټول واک یې په غاړه دی.

په ښار کې د ایران په پیسو پادشاهي د دوی ده، حکومت یوازې څار او عام وګړي بیا د خپل ژوند خوندیتوب په خاطر له ډاره چاته کاږه کتلی هم نشي.

د ښار ننیو حرکاتو حکومت تر پوښتنې لاندې راوستی، د فاعي او امنیتي ځواکونو د لکونو شمېر ادعا کوونکی قدرت یې کمزوری ثابت کړ.

لنډه دا چې په دې ښار کې هر څه شوني دي، دلته  د مذهبي ورځو لمانځلو او د اشخاصو په یاد کې افراط کیږي، هغه افراط چې خپله حکومت ورته زمینه برابروي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.