سرخط؛ چې هوا سړه شي، د سولې کيسه توده شي

د پاکستان لوی درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه کابل ته راغلی و او له ولسمشر سره يې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.

کابل ته د باجوه تر سفر مخکې د افغانستان امنيت شورا په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې له پاکستانه د پنځو تنو طالب مشرانو چې پاکستان نيولي، غوښتنه کوي. په دغو کسانو کې ملا برادر هم شامل و.

تر هغه وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جيمز متېس هم کابل ته راغلی و او دلته يې وويل چې نور نو په پاکستان کې د طالبانو شته پټن‌ځايونه ورته د زغملو نه دي.

د افغانستان او سيمې په اړه د امريکا د ولسمشر د سټراټېژي تر اعلان وروسته دا کابل ته د باجوه لومړی سفر دی.

امريکا اوس هم پاکستان ته ډېره حوصله کړې ده او ولسمشر غني بيا ويلي چې پاکستان لا هم د وروستی چانس لري.

پاکستان څالاکه، فرېب‌کار او چل‌باز هېواد دی، د لوبې په وروستيو لحظو کې هم څالاکي کوي چې له بايللې لوبې هم حتا يو څه تر لاسه کړي، کابل ته د باجوه راتګ د همداسې څالاکي يوه برخه ده.

پاکستان له امريکا پوره ناهيلی شو، سعودي عربستان ترې مخ واړواوه، چين، ايران او ترکيې ورته لاس و نه نيو او روسيې ورباندې د يوه ښه ملګري باور و نه کړای شوای، دا دی اوس يې کابل ته مخ اړولی، که دلته څه په لاس ورغلل.

باجوه کابل ته د سولې ډول په غاړه راوړی او د وروستيو څرګندونو زياته برخه دې ته ځانګړې شوې چې پاکستان غواړي افغان طالبان سولې ته کښېنوي، د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده او جی‌ايچ‌کيو به پوره هڅه وکړي چې طالبان وپوهوي چې د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.

هر کال چې په افغانستان کې هوا سړه شي، هلته د سولې له‌پاره د پاکستان په رګو کې وينه توده شي. د سولې نغارې وغږول شي، طالبان تودې اعلاميې خپرې کړي، خو چې څومره پسرلی کېږي، هومره د سولې کيسه سړه او جګړه توده شي.

بيا نو د اوړي تر پايه يوازې جګړه روانه وي او پاکستان هم د سولې چندان اشتها نه لري.

افغان حکومت ته په تېر ژمي کې هم خبرداري ورکول شوي وو چې د پاکستان د سولې ډول د جګړې غږ لري، پر دې بايد باور و نه‌شي، پاکستان غواړي په دې توګه په ژمي کې افغان لوری غافل کړي او په اوړي کې پرې طالبان را خوشې کړي. همداسې و هم شول. اوس بيا کيسه هماغه لور ته روانه ده.

له يوې خوا د افغانستان اړيکې له امريکا او هند سره ښې شوې دي، له بلې خوا پاکستان يو څو درجې نور هم منزوي شوی دی، هلته ژمی ورباندې راورسېده؛ نو په داسې حال چې د پاکستان اشتها د سولې غوړو خبرو ته خلاصه نه‌شي، څه شي ته به خلاصېږي؟

د پاکستان د سولې دغو تشو خبرو او د طالبانو پر ضد د اقداماتو هوايي وعدو ته هم پاکستان يو نرخ ټاکلی او هغه له هند سره د اړيکو سړېدل دي.

موږ پر دې باور يوو چې پاکستان تر دې شل چنده نور هم منزوي شي، مجبوره شي او افغان لوری پنځوس چنده نور هم د پاکستان په خوښه کارونه وکړي، پاکستان به بيا هم خپل رذالتونه بند نه کړي، نه به د افغانستان په اړه ارادې نورې شي.

که موږ په اوسنيو حالاتو کې له هند يا امريکا سره د اړيکو د کمزوري کولو په بدل کې د سرګودې د پالوان خيال‌پلونه اخلو، دا به مو د سرو زرو په قيمت ايرې پېرلې وي.

پاکستان که سل فيصده هم مجبوره شي، “توره” به ماته کړي، خو بيا هم دا ذمه‌واري نه‌شته چې له اوسپنې به يې “ځنځير” نه جوړوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.