د تاریخ جبر لیکوال الحاج سخي سرور میاخېل

23 تله 1396

سهار وختي د ملا په اذان له خوبه را پاڅیدم، تکل مې وکړ چې د لمانځه لپاره تیاری ونیسم، ناڅاپه مې په اسمان کې ځلیدونکی ستوری تر نظر لاندې راغی، دا سې چې ګني په تیاره غوندې شنه اسمان کې له ورایه راته سترګکونه وهي، عجیبه وه، زما ذهن یې مسحر(موساحر) کړ او ما هم خپلې سترګې د هغه په تجلو کې وروګنډلې.
هغه هم داسې لکه چې زما لیدل یې محسوس کړي وي او راته یې یو څه پښه تم کړي وي، عجیبه غوندې طبعیت و، زه خدای خبر چې کومو خیالونو په خپله غېږه کې راټینګ کړی او د یوې ورکې جزیرې د ماتې کښتۍ پر تنابونو یې بند په بند تړلی وم.
هغه هم همداسې چې د هیڅ ډول حرکت کولو هڅه مې په وجود کې نه محسوسیده.
هغه لکه زما د راز او نیاز ملګری وي په رمز کې درته یو څه بیانوال غواړي، نه پوهیدم، د هغه ژبه ګونګۍ وه، لیکن د حکمت په زور زما ذهن ته غځونې کوي، نور هم د هغه د کلسم تر اغیزې لاندې راغلم، هو لکه د رازونو د ژبې په پوهنځي کې چې زده کړې کوم.
سکون خو هسې هم زما د اختیار او وس خبره نه وه، خو کله به چې هغه په نوراني انداز مسکی، مسکی کیده او راته یې په مجازي ډول خوله خلاصه کړه.
ژبه یې ګویا شوه، ما نور داسې وانګیرله چې  د هغه د زړه په خبره پوهیږم، هغه راته وايي ګرانه!
تشویشونه مه کوه په هره تیاره پسې رنا راتلونکې ده، زه  ښه پوهیږم چې د رڼا له ویرې به زه هم ځان په منډه منډه له صحنې وباسم، کنه ته وګوره چې د شپې لخوا اسمان زما په څیر په ستورو پوښلی و، خو په تدریج سره هغوی رڼا له ویرې وتښتیدل او په میدان کې یوازې پاتې شوی یم.
په تلو تلو کې به درته دومره ووایم چې د تیارې ځای هرومرو رڼا نیسي نو صبر وکړه زغم ولره، تیارې به خپله کمبله ټولوي او ډېر ژر به په غرو او سمو رڼا غلبه وکړي، نو مې ونګیرله چې ګني هغه راته ډاد راکړ چې نور به بدمرغي ګډه کوي، د سولې کوترې به خپل وزرونه وغوړوي او بلبلان به په باغیچو کې په ترانم سره د خوشالۍ سندرې وبولي، ناڅاپه وبګنیدم او زړه او ذهن ته مې د خوشالیو څرک لاره پیدا کړه.
ګورم چې نور په دې رڼا کې هغه ځلیدونکی هم خپل ځای پرېښودی و خدای خبر هغه اوس چېرې ګډه وکړه نور راته هیله پیدا شوه چې دا د تاریخ جبر دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.