د هند (ICCR) سکالرشیپونه

د هند د کلتوري اړیکو شورا (Indian council for cultural Relations) په اسیا کې بهرنیو زده کوونکو ته د تحصیلي سکالرشیپونو د وېش تر ټولو ستر او پراخ پروګرام دی. د هند د کلتوري اړیکو شورا د سکالرشیپ څلور ډوله پروګرامونه لري: عمومي سکالرشیپونه (GSS)، د ټولګټو هېوادونو لپاره ځانګړي سکالرشیپونه، د افریقايي هېوادونو لپاره سکالرشیپونه او د افغانستان په ګډون د سوېلي اسیا د یو شمېر هېوادونو لپاره د سکالرشیپ پروګرامونه شامل دي.

هند له ۲۰۰۵ کال راهیسې هر کال افغان ځوانانو ته زرګونه تحصیلي سکالرشیپونه ورکوي. په ۲۰۰۵ کال کې افغانستان ته د هند د پخواني لومړي وزیر من موهن سنګ له راتګ سره د هند حکومت د SSSAN پروګرام (Special Scholarship Scheme for Afghan Nationals) تر نامه لاندې له افغانستان سره د سکالرشیپونو د مرستې اعلان وکړ. په ۲۰۱۳ کال کې د دغو بورسونو کچه ۱۰۰۰ ته ورسېده چې اوس هم دوام لري. د (ای.سي.سي. ار) سکالرشیپ پروګرام کې د افغانستان لپاره په ټولنیزو او ساینسي علومو کې د زده کړو فرصتونه شامل دي. دا سکالرشیپونه د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا محصلینو ته ورکول کېږي.

زیاتره افغانان خوښوي چې په هند کې زده کړې وکړي، ځکه چې له کلتوري، اقتصادي او جغرافیوي اړخه له افغانستان سره ځیني مشابهتونه لري، تر ټولو مهمه دا چې د ای. سي. سي. آر سکالرشیپونو شرایط هم د اروپايي او نورو سکالرشیپونو په څېر دومره سخت نه دي، په ځانګړې توګه د ژبې په برخه کې.

د هند د کلتوري اړیکو شورا په سکالرشیپونو کې د افغانانو لپاره په لاندې برخو کې د زده کړو فرصتونه موجود دي:

۱. لېسانس:

الف- ټولنیز علوم: اقتصاد، تاریخ، سیاسي علوم، جغرافیه، فلسفه، انګلیسي ژبه، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، ریاضیات او انسان پوهنه.

ب- ساینسي علوم: فزیک، کیمیا، ریاضیات، بیولوژي، زولوژي، بوتاني او کمپیوټر ساینس، د برېښنا انجنیري، ساختماني انجنیري، د معلوماتي ټکنالوژۍ انجنیري او د کمپیوټر انجنیري.

ج- تجارت: اداره او تجارت او BBM

۲. ماسټري:

الف- ټولنیز علوم: اقتصاد، تاریخ، سیاسي علوم، جغرافیه، فلسفه، انګلیسي ژبه، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، ریاضي او انسان پوهنه.

ب- ساینسي علوم: فزیک، کیمیا، بیولوژي، زولوژي، بوتاني، کمپیوټر ساینس، د اوبو مدیریت، ساختماني انجنیري او د ټرانسپورټ انجنیري، د چاپېریال ساتنې مدیریت، معلوماتي ټکنالوژي، د برېښنا انجنیري او نور.

۳. دوکتورا (PhD): په دوکتورا کې بیا یوازې په ټولنیزو علومو – لکه اقتصاد، ښوونې او روزنې، تاریخ، کرنې او مالیې کې افغانانو ته سکالرشیپونه ورکول کېږي.

اسانتیاوې:

د ای. سي. سي. ار سکالرشیپ پروګرام کې د ټوېشن فیس، د لیلیې فیس، د جېب خرڅ او روغتیايي بیمه شامل دي. د تګ راتګ لګښت د محصل پر غاړه دی.

د سکالرشیپ د اعلان نېټه:

د هند سکالرشیپونو لپاره د نوملیکنې نېټه معمولاً د میلادي کال په فبروري یا مارچ میاشتو کې پیلېږي. که تاسو غواړئ چې د هند د کلتوري اړیکو شورا سکالرشیپ ترلاسه کړئ، نو منتظر اوسئ او لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:

- د لېسانس زده کړو کاندید باید د دولسم ټولګي د فراغت سند ولري او د پوهنې او بهرنیو چارو وزارتونو له لوري تایید شوی وي؛

- د ماسټرۍ مینه وال باید د لېسانس سند ولري او د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارتونو له لوري تایید شوی وي؛

- د دوکتورا زده کړو مینه وال باید خپل ورته اسناد چمتو کړي.

د دې ترڅنګ د سکالرشیپ ټول کاندیدان باید پاسپورټ او نور اړین اسناد ولري. د سکالرشیپ تر اعلان وروسته د افغانستان د لوړو زده کړو په وزارت کې د ای. سي. سي. ار څانګې ته لاړ شئ او هلته د نوملیکنې لپاره فورمه تر لاسه کړئ، یا هم کولای شئ چې د ای. سي. سي. ار ادارې رسمي وېبپاڼې ته په دې پته سر ورښکاره کړئ www.iccr.gov.in  او د سکالرشیپ فورمه ترلاسه کړئ. په کابل کې د هند سفارت رسمي وېبپاڼه هم د سکالرشیپ په اړه معلومات خپروي چې کولای شئ ویې ګورئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.