جنتي مرغان لیکوال الحاج سخی سرورمیاخیل

14 لړم 1396

خدایزاده، چې دژوند ارمانونه به پوره کیږي او کنه  خو وایي دنیا په طمع خوړل کیږي.
دستومانۍ ورځې خو هسې هم د ژوند یوه برخه ده .
بس له پڼې یعنې د پټي داوبو لګولو نه ستړی ستومانه راغلی وم  دانګړ په بره خوا کې په برنډه کې په یو  شلیدلي کټ کې مې ډډه ووهله،  کورودانې مې راته د شنه چای سره سوکړک هم راوړ، په مزه مزه مې چای سور کاوه ، اندېښنو راته خپله پراخه غیږه پرانیستې وه،  سمدلاسه یې په خپله غیږه کې راټینګ کړم، سوچونو پسې واخیستم، لمر لږ څه ښه راختلی او لمر سترګه یوه نیزه راجګه شوې وه، دمهربانه لمر تودوخې زما پرهرژلي بدن په کرار، کرار او مزه، مزه ټکوراوه، د کلي ماشومانو په درمند کې شورماشور پیل کړی و، په مینه مینه یې دجنتي مرغانو په څیر اوازونه زما ترغوږونو راراسیدل، کله ناکله به یې له یو بل سره زشته هم کوله،  داسې ته وا ګریوانه نه یې سره وشلول،  خو شیبه وروسته به یې بیا دمينې په خوږه ژبه له یوبل سره خبرې کولې،  عجیبه عاطفه وه،  د دوی په زړونو کې د کرکې کوم څرک نه محسوسیده، ماته دې منظر د طبیعت دکوچینوالي یادونه راتازه کول،  بس همدې حالاتو زه هم یوې خیالي پآچاهۍ ته رسولی وم .
 د خیالونو په ګردابونو کې مې ډغرې وهلې، ناڅاپه زموږ د انګړ په دیوال یو تور کارغه کیناست او د دیوال پرسر یې یوې او بلې خوا ته ټوپونه وهل،  سمدلاسه یې زما پام هم ځانته راواړوه ، نوماهم نور دهغه په حرکتونو کې خپلې سترګې وګنډلې،  تلوسه مې زیاتیده، چې دا ښکلی مارغه له کومې راغی او څه کوي هغه خوله خلاصه کړه  او په ښکلی انداز یې یو څه ویل  خو زه دهغه په ژبه له پوهیدو عاجزه وم، حیران وم، چې هغه څه غواړي؟  څه وایي؟  ایا داسې خو نه ده، چی لوږې پسې  اخیستی وي، ومې   انګیرله چی وږی شوی دی،  باید ورته یوڅه خواړه واچوم، د همدې  اقدام سره کارغه والوت او له سترګو پناه شو، زیات خواشینی شوم، په دې ارمان چې کاش راته یې تر ډیره خبرې کولای، لکین دهغه په تلو سره زما اندښنې نورې هم پسې زیاتې  شوې، وروسته له ژور فکر راته دلویانو خبره رایاده شوه، چی کارغه په بلۍ کښینۍ  بیا نو حیرانوونکۍ زیزۍ له ځانه سره راوړي، که له کوره څوک مسافر تللي وي  نو د هغه د راتګ زیری هم دځانه سره راوړي .
بیا نو څنګه، زمونږ له کوره خوڅوک مسافر شوي هم نه دي، بیا نو دا څه معنی لري؟ هو همداسې مې اندیښنې د بې پایانه سمندر ته ورټیله کوي .
سمدلاسه مې ذهن  ته دې اصل غزونې پیل کړې،  سمه ده که زما له کوره څوک نه دي مسافر شوي لکین  زمونږ له لوی کور ګڼ شمیر غړي په پردیسۍ او  مسافرۍ کې ژوند کوي،  چې هغوی به خپل کور افغانستان ته راستانیږي،  نو ما هم هغه په نیک پال ونیوه، که  خدای کول نو ډیر ژر به افغانان سره پخلا کیږی او بیرته به خپل وطن ته  راستنیږي، چې دسولې او خوشالۍ شیبې به په خپل  کورکې پیل کړي .

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.