د هالنډ د ماسټرېخت پوهنتون سکالرشیپونه

05 ليندی 1396

اروپايي هېواد هالنډ د (Maastricht University Holland High Potential Scholarships) تر نامه لاندې د ۲۰۱۸ تحصيلي کال لپاره سکالرشیپونه اعلان کړي دي. د ماسټرېخت پوهنتون د هالنډ د های پوتنشیل سکالرشیپونه بشپړ تمویل شوي سکالرشیپونه دي چې په لاندې برخو کې د ماسټرۍ زده کړې پکې شاملې دي. د ځینو موده یې یوه کلنه (۱۳ میاشتې) او د ځینو یې دوه کلنه (۲۵ میاشتې) ده.

۱. هنرونه او ټولنیز علوم: ادبیات او ټولنه؛ پالیسي، مدیریت او ښوونه او روزنه؛ سیاست او ټولنه؛ د اروپايي ټولنې عامه چارې؛ ټولنیز، ساینسي او ټکنالوژیک معلومات؛ اروپا په ګلوبلایز نړۍ کې؛ د اروپا سیاست او نړیوالې اړیکې؛ د اروپا عامه اداره او پالیسي؛ ګلوبلایزېشن او پراختیايي زده کړې او رسنیز کلتور.

۲. حقوقي مطالعات: بشري حقوق، اروپايي حقوق او د مارکېټ ادغام؛ د سوداګرۍ او پانګونې نړیوال حقوق، جرم پوهنه او قانون او...

۳. روغتیا، طب او لایف ساینس: بایومېډیکل ساینس؛ اپیډیمولوژي؛ ګلوبل هېلت؛ د روغتیا پالنې پالیسي، پنځونه او مدیریت؛ روغتیا او رغونه، سپورټ او تغذیه.

۴. فزیولوژي او نیورو ساینس: کاګنیټیف نیروساینس؛ درمل جوړونه او نیروساینس؛ نیروسکامیک او نیروفزیولوژي...

۵. تجارت او اقتصاد.

اسانتیاوې او د سکالرشیپ ارزښت:

په سکالرشیپ کې د اوسېدو یا لیلیې اسانتیاوې چې د ۱۳ میاشتو لپاره ټولټال ۱۲،۳۵۰ یورو او د ۲۵ میاشتو لپاره ۲۳۷۵۰ یورو کيږي، شاملې دي. همدارنګه په یاد سکالرشیپ کې ۷۱۰ یورو روغتیايي بیمه، ۳۱۷ د وېزې لپاره د اپلېکشن لګښت، له ۱۳۰۰۰ نیولې تر ۱۷۵۰۰ پورې ټوېشن فیس او ۷۵۰ یورو د هر اکاډمیک ټرېنېنګ لپاره لګښت شامل دي.

شرایط: د هالنډ سکالرشیپ مینه وال باید پر لاندې شرایطو برابر وي:

- د اروپايي اتحادیې د کوم غړي هېواد تبعه نه اوسي او هالنډ ته د تګ لپاره یې د وېزې اخیستو شرایط پوره کړي وي؛

- یوازې هغه کاندیدان منل کيږي، چې پورته ذکر شویو پروګرامونو څخه یوه ته یې نوملیکنه کړې وي؛

- تر دې مخکې يې په هالنډ کې لومړنۍ، منځنۍ او لوړې زده کړې نه وي کړي؛

- د ۲۰۱۸ کال د سپټمر تر لومړۍ نېټې پورې يې عمر باید له ۳۵ کلونو پورته نه وي؛

- په لېسانس زده کړو کې يې باید ښې نومرې اخیستې وي.

د نوملکینې ډول:

د ماسټرېخت پوهنتون د سکالرشیپونو لپاره نوملیکنه په انلاین بڼه کيږي. لومړی په دې پته www.maastrichtuniversity.nl وېبپاڼې ته ورشئ. هلته د سکالرشیپ په اړه پر بشپړو معلوماتو سربېره، د نوملیکنې ټول پړاوونه او پروسه په بشپړ ډول تشرېح شوې ده. کله چې تاسو انلاین راجسترېشن  وکړ، نو تاسو ته به د برېښنالیک له لارې اپلېکېشن آی ډي در ولېږل شي او د لینک له پرانیستلو سره به فورمه ډکه کړئ. په فورمه کې ستاسو پر مکمل شهرت سربېره به د تحصیلي اسنادو غوښتنه هم کيږي. د نوملیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه ښودل شوې ده. په دې اړه لا ډېر معلومات په پورته ذکر شوې وېبپاڼه کې موندلی شی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.