له هرات تر انقرې یوه لویه ريل پټلۍ جوړېږي

05 ليندی 1396

 ټاکل شوې چې د افغانستان، ترکمنستان، اذاربایجان، ګرجستان او ترکیې تر منځ د اورګاډي پټلۍ یوه ستره شبکه جوړه شي. د ترکمنستاني رسنیو د راپور له مخې دغه پټلۍ به د هرات له تورغنډي پیل کېږي او د ترکیې تر انقرې او استانبول پورې به رسېږي. د رسنیو د راپور له مخې ددغه پټلۍ پر لومړنیو مسایلو د یادو هېوادونو د استازو تر منځ خبرې شوې دي. سرچینه زیاتوي، چې پر دغه پټلۍ ښايي دوه ملیارده ډالره لګښت راشي، چې ورسره سم به په سیمه کې سوداګري او راکړه ورکړه پراخه شي. د راپور له مخې له دې پټلۍ د یادو هېوادونه موخه دا ده، څو سوداګري ارازنه شي او د یادو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې لا نږدې او پياوړې شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.