افغان سوداګرو پر کراچۍ بندر خپله اتکا ۸۰ سلنه کمه کړې ده

13 سلواغه 1396

 د پاکستان د کراچۍ له بندره د افغانستان تجارتي فعالیتونه په سلو کې ۸۰ د ایران چاه بهار او بندر عباس ته لېږدېدلي دي. د ایشیا ټایمز د راپور له مخې، د پاکستان له سمندري بندره د ایران دوو بندرونو ته د افغان سوداګرو فعالیتونه دوه میاشتې وروسته له دې ولېږدېدل چې پاکستان نوې تجارتي تعرفه اعلان کړه. ایشیا ټایمز وايي، پاکستاني سوداګر باور لري چې د افغانستان سوداګري به بالاخره یو مخ چاه بهار بندر ته مخه کړي. چاه بهار د ایران په بندرونو کې افغانستان ته تر ټولو نژدې دی. ایران تمه لري چې د دې بندر له لارې به یوازې د افغانستان په مقصد په کال کې د ۵ ملیارد ډالرو په ارزښت تجارتي مالونه صادر شي. دا بندر د هند په مالي مرسته جوړ شوی او ټاکل شوې ده چې هند له دې لارې افغانستان او منځنۍ اسیا ته تجارتي راکړه ورکړه وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.